ژباړه: کمالپوري
یوه ورځ چې کارکوونکي خپل دفتر ته ورسېدل په خپلو میزونو يې یو- یو لیک ولید. لیک څه داسې و: په دې کمپنۍ کې هغه څوک چې ستا د پرمختګ مخه یې ډب کړې وه؛ په حق ورسېد.
که غواړئ چې په اخري ځل ورسره وګورئ دا یې پته ده.
کله چې د کمپنۍ کارکوونکي هلته روان شول له لېرې یې تابوت ولید نو ډیر غمجن شول خو بله خوا د دوی هغه اندېښنه هم لېرې شوه چې د پرمختګ د لارې خنډې یې لېرې شو. کله چې دوی یو- یو شول او تابوت ته ورنژدې شول؛ که ګوري چې په تابوت کې هېڅ نشته یوازې او یوازې هینداره ده او خپله څېره ویني.
موږ ټول عمر د خپل پرمختګ په وړاندې نور خلک ملامتوو.