په کاناډا کې یوې نوې څیړنې موندلې چې هغه ماشومان چې تلویزون ته د کتلو پر وخت هر رقم خواړه اخوري نو تر ډیره یې د چاقیدو یا د وزن زیاتیدو سبب ګرځي .
له دې مخکې هم د څیړونکو لخوا داسې ویل شوي وو چې د کومو ماشومانو چې تلویزونو ته د کتلو پر وخت خوراک عادت ګرځیدلای وي نو تر ډيره د نور عادي انسانانو په نسبت چاق یا زیات وزن لرونکي وي نو په دې خاطر یې له ټولو والدینو غوښتي وو چې خپلو ماشومانو دې د تلویزون کتل محدود کړي .
په دې څیړنه کې دا هم ویل شوي چې ټول ماشومان چې نارینه وي او که ښځینه خو چې عمرونه یې د اووه یا اته کلونو پورې وي او تلویزون ته د کتو پر وخت خوراک وکړي د چاقیدو خطر یې زیات وي .
په دې څیړنه کې دا هم راغلې دي چې کله ماشومان تلویزون ته د کتو پر وخت خوراک وکړي نو دوی تر ديره پورې ویښ پاتې وي او دا ویښ پاتې کیدل د ماشوم پر صحت باندې ډیر بد اغیزکوي ، نو په دې خاطر د څیړونکو لخوا ټولو والدینو ته دا توصیه شوې ده چې خپل ماشومان دې د خوراک پر وخت د تلویزون له کتلو وساتي او یواځې په یو محدود وخت کې دې د تلویزون کتلو ته پریږدي څو د دوی د چاقیدو مخه نیولو تر څنګ یو ښه صحت ورلري .
ژباړن : افتخار احمد زهیر