په نړۍ کې تر ټولو عام او استعمالېدونکی نوم (محمد ) دی.
- د ټولو لويو وچو (قارو) نومونه چې په کومو تورو پيلېږي، نو په همغه تورو سره پای مومي.
- د انسان په بدن کې ( ژبه) تر ټولو کلکه ټوټه ده.
- د ټایپ ماشین « TYPEWRITER» کليمه تر ټولو اوږده کليمه ده چې، د ليکدړې (Key board ) د يوې ليکې څخه په ګټې اخېستو سره ليکل کېږي.
- د ښځو سترګې تقريبا د سړيو په پرتله دوه برابره زیاتې رپېږي.
- د خپل نفس په قيدولو څوک ځان وژنه نه شي کولی.
- دا ناممکنه ده چې خپل ليچي ښکل کړئ.
- کله چې اپرنجی کوئ، نو خلک يې تاسو ته په ( د الله رحمت دې وي په تاسو ) په ويلو ځوابوي، دا ځکه کله چې پرنجی کوئ، نو ستاسو زړه د يوې ثانيې د يو ميليونيم په اندازه درېږي.
- خوګان د خپل د فزيکي جوړښت په اساس، په دې نشي بريالي کېدای چې اسمان ته وګوري.
- د موټرونو د ښيښو واوره پاکوونکي، ليزري پرنټر، د مرمۍ او د اور ضد د ښځو لخوا رامنځ ته شوي دي.
- يوازيني خواړه چې هېڅکله نه خرابېږي، هغه شات دي.
- کروکوډيل نشي کولی چې خپله ژبه بهر ته راوباسي يا را اوږده يې کړي.
- حلزون کولی شي چې د درې کلونو لپاره هم ويده پاتې شي.
- ټول قطبي ( اېږې ) خرسونه کيڼ لاسي دي.
- په کال ۱۹۸۷ کې د ( امريکن اېرلاينس ) د هوايي خدمتونو شرکت وشو کولی چې خپلو لومړۍ درجه پروازونو لپاره د برابر شوي سلادونو څخه د يو زيتون په لرې کولو سره، خپل څلوېښت زره ډالره صرفه کړي.
- بوراګانې په خپلو پښو سره د هرشي مزه څکي.
- ۴۰۰۰ کاله مخکې، هېڅ يو ژوی (حيوان ) هم اهلي نه و.
- مېږيان تل خپل ښي اړخ خواته سقوط کوي.
- دوه، ډاګييز ( صحرايي ) موږکان د ۱۱ مياشتو په لړ کې په دې بريالي کېدای شي چې يو ميليون اولادونه ولري.
- الکتريکي څوکۍ د غاښونو د يو ډاکتر لخوا رامنځ ته شوې ده.
- تاسو د يوې ورځې په لړ کې په منځني ډول ۱۵۰۰۰ ځلې سترګک وهئ.
- ستاسو زړه د يوې ورځې په اوږدو کې ۱۰۱۰۰۰ ځلې تپېږي.
- د انسانانو د لاسونو نوکان، د پښو په پرتله ۴ ځلې ډېر او په چټکه توګه غټېږي.
- د پياز د پوستولو پر مهال، د ژاولو ژدول مو د اوښکو څخه ژغوري.
- لئو نارډو داوينچي کولی شول چې په همهاله ډول په يوه لاس ليکل او په بل لاس سره نقاشي وکړي.
- د حمام يو سوسک کولی شي چې د ۹ ورځو لپاره پرته له سر څخه ژوند وکړي، ترڅو چې د ولږې له امله ومري.
- د رياضي يو جالبيت په دې کې دی چې، کله د ۱۱۱۱۱۱۱۱۱ عدد په خپلو کې سره ضرب کړئ، نو ځواب به يې داسې وي: ۱۲۳۴۵۶۷۸۹۸۷۶۵۴۳۲۱
- د موبايل او ليکدړې پر مخ د # دکمې نوم ( اُکتُسرپ ) دی.
- د يو ميليارده خلکو له ډلې څخه يوازې يو شخص د ۱۱۶ کلونو څخه ډېر عمر کوي.
- سمندري ستوری مغز نه لري.