ښاغلي رحیم ګل رحیم د ماشومانو د ښې روزنې په اړه د کارل هاردیټ د کتاب تلخیص ژباړلی دی.
غواړئ چې ماشومان زړه ور او په ځان باور ولري:
د یوه پلار یا مور په حیث تل کوښښ کوو چې ماشومان مو بریالی، روغ او ښه ژوند ولري. کارل هارډیت چې د ماشومانو د روزنې په اړوند یې ۱۵ کتابونه لیکلي وایې، هغه ماشومان چې په ځان باور نلری هیڅکله د یوه نوی شي کولو ته تمایل نکوی ډاریږي او د کولو جرئت يې نه لری فکر کوي که چیرته زه دا کار ترسره نشم کړای کیدای شي څوک به رانه خفه شی؛ هر هغه شی چې مونږ یې ماشومانو ته ورزده کوو باید اول یې په ځان عملی کړو. که مونږ وغواړو چې ماشومان مو په ځان ډاډمن واوسي باید مونږ لومړی په ځان باور پیاوړی کړو.
۱- ماشومانو ته اجازه ورکړئ چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي:
والدین نه غوړای چی ماشومان يې په ستونزو کې بند پاتې شي. اما دا مهم ده چې ماشومانو ته وښودل شي چې څنګه خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي، او د حل لپاره يې لارې چارې ولټوي. که یې د ننګونو د حل لپاره پوښتنه کړه کوښښ وکړه چې مختلفې لارې چارې ورته وړاندی کړې ننګونه یې مستقمآ مه ورته حل کوه، پریږده چې خپله تصمیم ونیسی او حل لاره یې خپله پیدا کړی.
۲- ماشومانو ته واک ورکړۍ چې خپله پریکړه وکړي:
کله چې د وړکتوب نه ماشوم په خپله پریکړې وکړي نو خامخا به یې په ځان باور پیدا شي او په راتلونکي کې به ښې پریکړې کوي، اما ماشومان بیلکل خوښوي چې هر څه يې زړه وغواړي ویې کړي خو زیات کنټرول ماشوم کنګس کوی، مثلا کله چی ماشوم ته یو شئ اخلې دوه افشن ورته ورکړه ورته ووایه فوقانه اخلې که توپ سربیره په دې په دوکان کې ډیر د لوبو شیان موجود دی، او په د یې هم پوه کړه چې ته کولای شی یو شی وټاکې که هغه د ذکر شوی اجناسو نه بهر هم وی، اوس کولی شی ماشوم تصمیم ونیسی.
۳- ماشومانو مو تشویق او وهڅوۍ:
همیشه ورته ووایئ چې ته ډیر کوښښ کوی، تا څنګه دا شی زده کړل ته ماشاالله ډیر تکړه یې! همیشه مثبت ځواب ورکړئ مه ورته وایئ چې ته ډیر ټمبل يې هیڅ شی نه شې زده کولای او د زدکړې لاری چار ورته و ښایاست.
۴- ماشومان پوه کړۍ چې څنګه خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي:
ماشومان هغه وخت په ځان باور لری چې دوی د ستونزو د حل لپاره بحث وکولای شي، حتی دری کلن ماشومانو د خپلو ستونزو د حلولو لپاره لارې چارې لری خو د والدینو مرسته ته اړتیا لری، مثلا که یو ماشوم مور یا پلار ته شکایت وکړي ووایي چی پلاني مې موټرک اخیستی نه یې راکوی، نو مور یا پلار باید چی ماشوم ته دا لاره وښی چې ته څه فکر کوی کومه اسانه لاره ده چې وکولای شې موټر بیرته ترینه واخلی هیڅکله مه ورته وایئ چې زه ځم زه یی ترینه اخلم ماشومانو ته مثالونه ورکړئ او ورته ووایئ چې ورشه خبرې ورسره وکړه او ورته ووایه چې راځه په شریکه لوبې وکړو.
۵ – ماشومان موپریږدئ چې له غلطیو نه زدکړه وکړي:
د اشتبهاتو نه زدکړه ماشومان په ځان باوري کوي پریږدئ چې ماشومان مو غلطي وکړي غلطي د دوی د زدکړو لپاره یو ښه چانس دي او هیڅکله د ماشوم نه سل فیصده د سم کار توقع مه لرئ مرسته ورسره وکړئ چې په راتلونکې کې څنګه د خپلو غلطیو نه په ښه ډول ګټه پورته کړئ.
۶- ماشومانو ته مو مسولیتونه ورکړئ:
ماشومان باید پوه شي چې د دوی د اوسیدو کوټه پاکولو ته اړتیا لري او یا د کور د باندې واښه او ګلان اوبو ته اړتیا لري باید اوبه ورته ورکړل شي.
۷- فکر مو وي چې هیڅکله د ماشوم د اندازې نه زیات ستاینه وکړئ:
ډیره ستاینه هیڅکله د ماشوم سره د ښه کار په کولو کې مرسته نه کوي، حقیقت دادی چې که ماشوم ته وواېې چې ته بیخی ډیر بیداره او چالاک ېې نو دوی به ډیر زر د لږ سخت کار د کولو نه زړه توری شی ځکه دوی به فکر کوی چې زه د اندازه نه زیات تکړه یم او زه باید دا کار ډیر په آسانۍ سرته ورسوم خو هغه کار به سخت وي او دوی به د سخت کار د کولو نه ډه ډه وکړی، همیشه د هڅو او کوښښونو ستاینه يې وکړۍئ نه د اخری پایلې.
۸- یو ځل په اونۍ کې د خپله ماشوم سره تنها خبرې وکړئ دا یو ښه فرصت دی چې د ماشوم د زړه د راز نه ځان خبر کړی.