د دیموکراسۍ په دې گډوډ بازار کې د بیان آزادي هم د دیموکراسۍ د یوه واړه ماشوم په څیر خینجتې وهي او د دیموکراسۍ د لمن په دایره کې ډیر داسې څه کیږي چې بیرته د دیموکراسۍ او د انسان د ازادۍ لارې بندوي؛ خو په همدې اړو دوړ کې د فیسبوک په بڼ کې داسې یوه پاڼه هم جوړه شوې چې کولای شي د ماشومانو، کوچنیانو او د هغوی د کورنیو له پاره د ماشومانو او کوچنیانو د ادبیاتو په دایره کې ډیر څه وکړي. دا فیسبوک پاڼه «د ماشوم د ادبیاتو کور» نومیږي.
زه دلته نه غواړم چې د دې گټورې فیسبوک پاڼې په باب ډیر څه و وایم هغه هم په دې دلیل چې ما په خپل وخت کې پر دې فیسبوک پاڼه ، پر مسولینو یې او پر خپرو کړو موادو باندې یې په تفصیل سره خبرې کړې دي. یوه ښایسته اوږده مقاله مې پرې لیکلې ده او په ۲۰۱۵ کال کې مې په اتو برخو کې خپره کړې ده، دا یې د لومړۍ برخې لینک دی. په یاده مقاله کې زما له ټولو هڅونو سره، سره د دوی کارونه بیخي ورو پرمخ روان دي.
ما څه موده پخوا د همدې پاڼې د یو مطلب تر خپریدو وروسته په کامنت کې دوی ته لیکلي و چې تاسو کال کې یو وار اذان مه کوئ، تاسو باید هره ورځ آذان وکړئ، د کوچنیانو کورنۍ او قلموال د ماشومانو او کوچنیانو روزلو ته ور وبولئ، زما د کامنټ بشپړ متن دا دی:
«ستاسو په دې لیکنه کې زه یو څه تاوتریخوالی احساسوم او زه نه غواړم چې د ماشوم او کوچني نړۍ ته د تاوتریخوالي زهرجن لوگي ورننوزي. تاسو باید پوه شئ چې تاسو د راتلونکي معماران یاستئ، باید ډیر عاطفي او صمیمي چلن وکړئ.
بله خبره دا ده چې تاسو باید هره ورځ آذان وکړئ، په کال کې یې یوه ورځ مه کوئ.»
دوی هماغسې پڅ روان دي، خو بیا هم کله، کله یو نیم داسې مطلب خپور کړي چې لا د یوې میاشتې مکلفیت ورباندې ادا کړي.
«د ماشوم د ادبیاتو کور» فیسبوک پاڼې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په نولسمه نیټه د یوه لیک ژباړه خپره کړه چې په ریښتیا سره د ماشومانو او کوچنیانو د کورنیو او مشرانو له پاره یو ډیر ښه لارښود گڼل کیدای شي.
زه په داسې حال کې چې په لومړي سر کې د لیک ژباړن ښاغلي شرین آغا جهانګیر څخه د زړه له کومې مننه کوم، «د ماشوم د ادبیاتو کور» له فیسبوک پاڼې نه هم مننه کوم چې دا لیک یې تر ټولو پورې ورساوه.
د دې لیک هر یو توری او هره جمله د میندو، پلرونو او د کورنۍ د هر مشر له پاره، له ماشوم او کوچني سره د چلند په برخه کې د لارې ډیوه کیدای شي. زه د دې کرښو او مطلب په وسیله یو ځل بیا «د ماشوم د ادبیاتو کور» نه هیله کوم چې د خپلو کارونو لمن نوره هم وغوړوي او لکه د چا خبره ځان لږ وښوروي او خپل رسالت په بشپړه توگه درک او تر سره کړي.
دا هم د لیک بشپړ متن:
«په سینګاپور کې د ښوونځي مدیر د زده کوونکو کورنیو ته دا لیک تر ازموینې وړاندې استولی:
درنو والدینو!
ستاسو د ماشومانو ازموینې به زر پیل شي. مونږ پوهیږو چې تاسې غواړئ ماشومان مو په ښو نمرو بریالي شي، مګر هیله ده له یاده ونه باسئ چې:
د هغو زده کوونکو ترمنځ چې سبا ته به ازموینې ته ناست وي، یو تن انځورګر هم شته او هغه اړ نه دی چې په ریاضي پوه شي…د دغو زده کوونکو ترمنځ یو سوداګر او یو رئیس هم شته، هغوي اړ نه دی چې د انګلیسي ادبیاتو د تاریخ په اړه فکر وکړي.
د دغو زده کوونکو په منځ کې د موسیقۍ یو فنکار ناست دی چې د کیمیا نمرې يې ورته چندان ارزښت نلري. د دوي ترمنځ یو تن د منډې وهلو لوبغاړی دی، د هغه فزیکي جوړښت د فزیک تر نمرو زیات ورته ارزښتمن دي.
که اولادونه مو ښې نمرې واخیستې، ښه خبره ده، مګر که هغوي ونشو کولای ښې نمرې واخلي، هیله ده چې د هغوي پر خپل ځان باور او غرور تر پوښتنې لاندې را نه ولئ! هغوي ته ووایاست چې دا د خپګان خبره نه ده، دا یواځې یوه ازموینه ده او بس! د هغوي نمرې د ځینو نورو اړینو کارونو په خاطر کمې شوي، هغه کارونه چې ددوي په ژوند کې ارزښت لري.
خپلو اولادونو ته ووایاست چې د نمرو په اړه دې تشویش نه کوي!، ورته وښایاست چې له هغوي سره مینه لرې اوکله هم د نمرو له مخې يې په اړه قضاوت نه کوې.
هیله ده دا کار وکړئ، او کله چې تاسې دا کار کوې، بیا وګورئ چې اولادونه مو څنګه ټوله نړۍ درته فتح کوي.
یوه ازموینه، یا کمې نمرې به ددوي ارمانونه او وړتیاوې له دوي ونه تروړي. اوهو! لطفا داسې فکر مکوئ چې ډاکتران او انجینران د خمکې پر سر تر ټولو خوښ او بریالي خلک دي!.
په درناوي
ژباړه: شرین آغا جهانګیر»