ژباړه: زاهدالله ځلاند –
یو ۲۴ کلن هلک د اورګاډي له کړکۍ دباندې وکتل او چیغې یې کړې… پلاره! دا وګوره! ونې شا ته روانې دي!
پلار یې موسکی شو. یوه ښځه او مېړه چې د دوی سره نږدې ناست وو، د دغه ۲۴ کلن ځوان ماشومانه خبرو او کړو وړو ته حیران شول. ناڅاپه هغه هلک بیا چیغې کړې… پلاره! ورېځو ته وګوره، له مونږ سره منډې وهي!
دغې جوړې نور مقاومت او سکوت ونه کړای شو او بوډا سړي ته یې وویل: ته دې زوی د علاج لپاره ولې ډاکټر ته نه بوځې؟
بوډا سړی ورته موسکی شو او ورته یې وویل: ما دا کار کړی دی، همدا اوس مونږ د روغتون نه راغلو، زما زوی پیدایښتي ړوند و او همدا نن د ده سترګې روغې شوې!