د نثار ژوند لیکنه –
ډیری کورنۍ دې چې دماشومانو د لوبو په ټاکلو کې ښه انتخاب نه لري . دا پر کورنۍ د خپلو ماشومانو حق دی چې د هغوی د سم راتلونکي له پاره ورته د لوبو سم توکي تیار کړي . ماشومان تل له تازه او شوخو رنګونو سره مینه لري ، که رنګ سره د دوی د لوبو د توکو اړیکه په پام کې ونیول شي ، د هغوي ژوره اړتیابه مو پوره کړې وي .
ماشومان باید په تیاره او خړو خونو کې بند پاتې نه شي ، په ډیرې اسانۍ سره کولو شو، د خپلو خټینو کورونو دیوالونه، یواځې ماشوم ته په تازه رنګونو رنګ کړو ، ډیری اروا پوهان وايي د خړو او تیارو کورونو د ماشومانو ذهن هم خړ پاتې کیږي . له دې تیارې او خړپړوالي څخه د ماشوم ذهن ؛ د رنګ په واسطه روښانولی شو .
د خپل ماشومتوب په دوره کې مې ډیر ځلې په پلاستیکي بوټونو د همدې رانګ له کبله له خپلونو همځولو سره ، خوا بدې شوې ، بله خبره نه وه، د همدې رنګونو جذابیت و چې زه یې دې کار ته هڅولم. د تجربې په خاطر په پیکه یا تتو رنګونو کې له شلو زیات دلوبو توکي برابر کړئ ، وروسته دوه یا درئ د تازه رنګونو توکي ور زیات کړئ ؛ تاسې به ووینئ چې له هغو څخه به یواځې هغه څه پورته کړې چې تازه رنګ ولري .
دا رنګ دی چې د ماشوم ذهن ارامولی شي، نو ښه دا ده چې ورته پوره دقت وشي. ماشومانو ته د لوبو هغه څه تیار کړئ چې له چاپیریال سره یې اړیکه ولري، لکه موټر، هیلۍ ، پیشو او داسې نور. دا چاپیریال له ماشوم سره د لوبو په پوهیدو کې چټکه مرسته کولای شي ؛ که دا کار له پامه وغورځول شي ، نو بیابه ماشوم په پورته ډول له لوبې خوند نه وي اخیستي . ماشومان ځان غوښتونکي نه دي؛ هغوی هڅه کوي په ډلیزه توګه لوبې تر سره کړي ، پریږدئ ګډې لوبې وکړې، چې دا کار د ماشوم په راتلونکي ګډ کاري چاپیریال کې مهمه برخه لري.