ټولې ميندې او پلرونه هيله لري چې ماشومان يې مودب وي. خو د ماشومانو د مودب کېدو لپاره کوم معيارونه او مقدمات پکار دي او کومو ټکو ته بايد پام وشي؟ محطي شرايط او هغه کړنې چې له آدابو سره تړاو لري کومې دي؟
ځينې کورنۍ د ماشوم په آدابو کې دومر حساسې وي افراط ترې وشي او دغه راز يې د ماشوم عمر او د محطي شرايطو ته هم پام نه وي، ماشوم په هغه ميحط کې چې همزولي يې ټول غير مودب وي له آدابو لرې پاتيږي او دا ډله ماشومان بيا له هغو بيل دي چې په يوه اکاډيميک محيط کې را لوی وي، د ماشوم ټولې ستونزې بايد مشخصې شي او دده محيطي شرايطو ته په کتو آداب ور زده شي.
ممکن آته کلن ماشوم د ختم قرآن مراسم و نه پيژني … مګر دا بيا په تاسې پورې تړاو لري چې هغه درک کړی او که کومه تېرونه ترې شوې وي معاف يې کړئ.
ولې ماشوم پوچ وايي؟
د پوچو خبرو او فحشا يو علت د چاپيريال اغيزي دي، چې په ماشوم لويږي يايي له نورو همزولو ، تلويزيون، کورنۍ او… زده کوي ، او بل علت يې غوسه ده، ماشوم اکثره وخت خپله غوسه نشي کابو کولی او پدې وخت کې پوچ سپک وايې، کله چې ماشوم په ډېره عادي تېروتنه وهل کيږي، رټل کيږي … نو طعبا غوسه ورځي او ممکن چې ښکځاوې وکړي، اړينه ده له ماشوم سره دا سې چلند ونشي چې دی اړکړي پوچ سپک ووايي. ماشوم په هغه مرحله کې ندی چې خپله غوسه کنټرول کړای شي.
مور او پلار د ماشوم بېلګه
بېلګه يانې نمونه ماشوم د پلار تقليد ځکه کوي چې هغه يې الګو دی يا هغه ورته يوه نمونه او مثال دی. داسمه ده چې مور او پلار د موشوم لپاره الګو دي او اولاد يې د دوی تقليد کوي مګر په نني عصر کې ماشوم غير له مور و پلار نورې نمونې هم موندی شي، مثلا تلويزيون، کارتونونه، ښونځی، ښونکی، همزولي، ټولګيوال او نور… که تلويزيون غير اخلاقي موضوعات خپروي په ماشوم يې مستقما پرېوزي، که له خپلو همزولو او خپلوانو ماشومانو سره اوسي د هغوی اداب او غير آداب هم کاپي کوي …دغه راز دې ته ورته انور هم. هغه سريالونه چې د لويانو لپاره دي هم په ماشوم بد تاثيرات لري او ماشومان ترې ناوړه عمال لکه جنګ، فحشا، چل ول، غلا، قتل… زده کوي.
د ماشوم لومړی ځل بې ادبي
د ماشوم يوه مهمه رواني اړتيا داده چې د نورو پاملرنه را جلب کړي، دی ددې کار لپاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخلی او ممکن بې ادبي هم وکړي ترڅو د يوچا توجه جزب کړای شي. د ماشوم دا ستونزه هغه وخت لا ډيريږي چې کشر ورور يا خور پيدا کړي، پدې وخت کې د مور و پلا پام اکثره کشر ماشوم ته وي او ورمشر يې له پام لرې کيږي، دغه مشر ماشوم چې لاهم لوی ندی مينې ته اړتيا لري که والدين د ده اړتيا پوره نکړای شي له ده هر ډول بي ادبي ظاهرېدونکې ده.پدې وخت کې ماشوم ممکن د فحاشۍ، بد اخلاقۍ او بې ادبۍ په واسطه ستاسې د توجه د جزبولو هڅه وکړي، مګر تاسې به څه کوئ ؟ تاسې کولی شئ په اول کې ځان ناګاره واچوئ او هڅه وکړئ خپل ځان کنټرول کړئ، ماشوم چې څه وينې هغه زده کوي که هغه ښه وي يا بد، مګر تاسې ته پکارده چې په مجلس کې تندي، بد اخلاقي، غوسه… ونکړئ که چېرې ماشوم خپله رویه بدله کړه ښه تر ښه او کنه بيا اړ يې چې نسبتا جدي شئ مګر وهل، تحقير، تحديد او تنبه په هر حال کې ښه نده.
کله چې ماشوم بې ادبۍ ته دوام ورکوي.
ځينې ماشومان دي چې موږ ورته سپين سترګي وايو، نه په (مه) وي، نه په (ودره) او چې هر چلند ورسره کوې دی بيا هم خپله بې ادبي نه پريږدي لدې ډول ماشوم سره څه کول پکار دي؟
کيدای شي تاسې به پورتنۍ توصيې عملي کړې وي مګر ماشوم به بياهم بې ادبه وي دلته کولی شئ تشويق او له څه نا څه ننګونو کار واخلئ مثلا : له ماشوم سره خبرې وکړئ او ورته وواياست که دغه ښه کار وکړئ پلانی شی چې ستا خوښ دي درته اخلم يي، داسې نه چې ماشوم په رشوت درنه آموخته شي پدې ځای کې بايد خپل مهارت وکاروئ او په ښو کارونو ماشوم و ستايي او دا خبرداری هم ورکړی چې که بله ورځ د دغسې بد کار وکړ نو جزا به يي ووينې لږ ډار او مناسب تحديد له هڅونې سره ملګری کړی او ماشوم ته ادب ورزده کړئ، يو بل ټکي ته هم پام پکار دی او هغه دا چې تنبه او تحديد په هغه مرحله کې لازم دی چې ماشوم شپږ کاله او يا پورته عمر ولري.
له تنبه او تحديد موخه وهل ندي، مثلا چې کله مو ماشوم ته جزا ورکوله لس دقيقې يې يو داسې کوټې ته وليږئ چې هلته نور څوک نه وي، يا يې د هغه تلويزيوني خپرونې ليدو ته مه پريږدئ چې د ده خوښه ده.
دغه لاندې لارې چارې هم مرسته کولی شي:
له هغه طريقو او لارو چارو سربيره چې تاسې پورته ولوستې نور اصول او روشونه هم شته چې پر مټ يې کولی شئ ماشوم ته آداب ور زده کړئ.
۱ ـ د نقاشۍ له مېتود يې پيل کړئ، خپل ماشوم ته د نقاشي لازم توکي واخلئ او کله چې دوی نقاشي وکړه که ښه وه که بده تاسې يې نيمګړتياوې لږ او ښېګڼې زياتې را برسېره کړئ او په ماشوم ټينګار وکړئ چې دغه نقاشي يو مناسب ځای وساتي ځکه چې ستاسې خوښه ده… دغه راز ماشوم ته ور زده کړئ چې د خپلو زحمتونو درناوی وکړي او څه چې ده پنځولي له ځان سره وساتي.
۲ ـ د بدن د غړو له ښو او بدو کارونو ترې پوښتئ، مثلا لاس کوم ښه کارونه کولی شي او کوم بد کارونه دغه راز سترګې، غوږونه، پښې… پدې سره به ماشوم ته د ښو کارونو انګيزه ورکړای شئ.
۳ ـ د ټولې کورنۍ په شتون او مشوره د کور لپاره ځينې قوانين وليکئ او هغه اول خپله مرعات کړئ بيا يې په ماشوم هم عملي کولی شئ، دغه راز له همدې قوانينو د سر غړونې لپاره ځينې جزاوې هم وټاکئ.
۴ ـ په خالي وختونو کې مېلمستيا وکړئ او خپل دوستان را وبولئ يا د نور دوستانو کره ورشئ او په مېلمستياوو کې ګډون ورسره وکړئ، پدې سره به ستاسې ماشومان ستاسې اداب ووينې او هغه به کاپي کړي .
۵ ـيوه هغه دنده چې تاسې يې هره ورځ ترسره کوئ د لمانځه اداب، سلام اچول، پوښتنه او نور… خپل عادت وګرځوئ او دليل يې ماشوم ته هم وواياست .