ژباړه: مرتضی وردګ
مور یا پلار کیدل په نړۍ کې یو له سختو کارونو ګڼل کیږي، ځکه دا دنده ۲۴ ساعته ده او کیدای شي ډیره ستړې کونکې وي.د خستګۍ او سختۍ سره سره دغه مسلې مراعات کړئ تر څو مو د اولادونو جسم، روان او په ځان باور ته کومه صدمه ونه رسیږي. ماشومان باید په داسې شکل تربیه او چلن ورسره وشي تر څو په لویوالي کې ستاسو ویاړ شي، او هم په پوره رواني روغتیا کې ژوند وکړي. له ماشومانو سره د اړیکو یوه لاره خبرې کول دي که مو د ماشومانو سره د خبرو کولو سمه لاره او طریقه زده کړه په غیر مستقیمه توګه مو ورته د سمو خبرو کول ور زده کړي.
۱ چیغې وهل:
ډیری میندې او پلرونه ددې لپاره چې اولادونه یې کار په سم ډول ترسره کړي یا ډوډۍ په سمه توګه وخوري تل پرې چیغې وهي او ورته قهر کیږي، چې دا چلن په هیځ صورت مناسب او ځواب ویونکی نه دی. د ټایم مجلې په وینا: دغه کار ددې سبب کیږي چې ماشوم خفه او غوسه شي او کار برعکس تر سره کړي. او همدارنګه دغه مسئله ددې سبب کیږي چې اولادونه مو له ډوډۍ خوړلو وتښتي یا هڅه وکړي چې ځان بل ځای مصرف کړي.
۲ لنډ ځواب ورکول:
هغه میندې او پلرونه چې د لنډ ځواب په ورکولو اولادونه اړباسي تر څو د دوی اطاعت وکړي په هیځ صورت یې د خپلو ماشومانو د روزلو لپاره ښه طریقه نه ده ټاکلې، د (( ددې لپاره چې زه وایم)) جمله ویل ددې سبب کیږي چې ماشومان مو هیڅ کله د مسئلو په څنګه والي فکر ونه کړي. او د تحلیل او پوښتنې توانایي ترې اخلي.
یاد (( څه چې زه وایم هغه وکړه)) جمله ویل ددې مفهوم لري چې تاسو خپلو اولادونو ته هیڅ ارزښت نه ورکوی او نه به دوی تاسو ته کوم درناوی وکړي. د اولادنو د سمې روزنې لپاره د دوی پوښتنو ته وخت ورکړئ په صبر او حوصله یې د پوښتنو ځواب ورکړئ.
۳ ماشومانه چلن کول:
تاسو چې کوم فکر کوی ماشومان تر هغه ډیر هوښیار دي، لازمه نه ده چې په وړه ژبه ورسره خبرې وکړو یا ورته ماشومانه کلیمې وکاروو تر څو دوی یې واوري. ماشومان د خلکو خپل منځي خبرې اوري او ماشومانه خبرې ځان ته سپکاوی بولي.
۴ وخت نه ورکول:
ماشومان ډیر خوښوي چې ورته درناوی وشي، په دې دلیل ډیره مهمه ده چې درناوی ورته وشي. له اولادونو سره مو د خبرو په وخت کې خپل موبایل لیرې کړئ په ټولو حواسو یې خبرو ته غوږ شئ چې دا عمل په ځان د باور پیدا کولو سبب کیږي او هغه مهم حس چې تاسو یې په لټه کې یاستی له تاسو اخلي.
۵ ډیرې خبرې کول:
د کارپوهانو څیړنې ښیي د هر انسان ماغزه کړی شي په هر وخت کې د پنځو تر نهو (۵-۹) موضوعات یاد کړي همدا دلیل دی چې ماشومان له خپلې وړتیا سره سم اوري او نور د خبرو له ادامې سره علاقه نه ښیي، که غواړی چې خپلو اولادونو ته ډیر څه ور زده کړی هغه ورته په څو لنډو برخو وویشئ تر څو ښه پایله ولري.
۶ د نا مناسبو کلیمېو کارول:
هیڅ کله ماشوم ته داسې کلیمې مه کاروئ چې ددوی د ملامتي سبب شي، ماشومان په لومړي سر کې د همدردۍ حس نه لري او ډیر شیان نه شي درک کولی. په کومو غلطیو چې ترسره کوي یې باید و نه رټل شي.
۷ تهدید کول:
د ماشوم له لویولو موخه دانه ده چې د ځان فرمانبردار او خدمتګار یې وروزو. باید ماشومانو ته د فکر او غلطۍ کولو وخت ورکړل شي. د ماشومانو تهدید کول ددې سبب کیږي چې په ځان باور له لاسه ورکړي او په لویوالي کې له ستونزو سره مخ شي.