په یوه ښارګوټي کې یوې وړې سوداګریزې خونې خپلې کلنۍ غونډې ته یو ویناوال رابللی و. د دغه ښارګوټي خلک د ډېر ناوړه او خراب اقتصادي حالت نه زړه تنګي او ستړي شوي وو او غوښتل یې، چې د رابلل شوي ویناوال په هڅوونکو او تشویقي خبرو، خپلې روحیې پیاوړې کړي او خپل ژوند ته یوه نوې ساه ورکړي.
ویناوال د خپلو خبرو په ترڅ کې یو غټ سپین کاغذ راواخیست او د کاغذ په منځ کې یې په قلم باندې یو تور ټکی یا خال جوړ کړ او کاغذ یې ناستو کسانو ته اوچت کړ، پوښتنه یې ورڅخه وکړه، چې څه شی ګورئ؟
یو کس ورته په بیړه وویل: زه یو تور ټکی ګورم.
– سمه ده، نور څه شی ګورئ؟
ټولو په ګډه ځواب ورکړ، چې تور ټکی ګورو.
– د ټکي تر څنګ نور څه شی نه ګورئ؟
ټولو وویل: « نه»
ویناوال ورته وویل، د کاغذ د سپینې پاڼې په اړه څه وایئ؟ زه پوهېږم، چې ټول یې ښه ګورئ؛ خو تاسو په سپین کاغذ سترګې پټې کړې دي او هېڅ یې نه ګڼئ.
پایله:
په ژوند کې ستونزې هم د همدغه وړوکي تور ټکي په څېر دي او غټ سپین کاغذ دغو ستونزو ته د هواري او حوصلې په څېر دی. مونږ باید په ژوندانه کې هرې پېښېدونکې ستونزې ته وارخطا او ناهیلي نه شو، د هواري لارې، چارې یې ومومو؛ ځکه چې ناهیلي د مرګ دویم نوم دی.