موږ افغانان ډېر عجيبه خلک يو، کله چې مو اولاد نه وي او يا نه کېږي؛ نو په جوماتونو، ملايانو، تعويذګرو، کوډګرو، زيارتونو او هېوادونو باندې ګرځو، چې که خدای مو د کوم اولاد څښتن کړي، کله چې يې خدای راکړي، بيا يې پر سر نظرونه او … نيسو، که خدای يې راته وساتي، دا مې د دې لپاره ذکر کړل، چې موږ له خپلو اولادونو سره دومره لېونۍ مينه هم لرو، خو بنسټيزه روزنه باندې يې نه پوهېږو، حتا چورت مو هم نه دی پرې وهلی، موږ کله هم هغوی ته د هغوی سم او اړين حقونه نه دي ورکړي؛ بلکې پرځای مو يې د افراطي مينه لامله هغوی ناسم لوري ته ټېل وهلي دي.
د اولاد لرلو د مخه باید موږ له ځانه دا پوښتنې وکړو؛ آيا موږ د اولاد لرلو ته بشپړه تیاري لرو، موږ يې له پيدا کېدو دمخه او وروسته ستونزو او کړنو په اړه پوره معلومات لرو، آيا ذهناً يې مور او پلار ورته تیار دي، آيا د روزنې مالي توان يې لرو، حوصله يې لرو او دېته ورته نورې ډېرې پوښتنې بايد د اولاد لرلو له پرېکړې دمخه ځواب کړو.
دغو پوښتنو ته به وار په وار او په پرلپسې توګه ځوابونه لټوو او د لوستونکو مخې ته به يې ږدو، دا ځل به له پيدا کېدو دمخه ستونزو او تياريو په اړه خبرې وکړو.
تر زېږون دمخه
د اولاد لرلو له پرېکړې وروسته، چې کله مور او پلار د اولاد لرلو پرېکړه وکړه او په دوه اړخيزه توګه يې دا منله چې موږ کولای شو يو اولاد ولرو او د هغه/هغې سمه روزنه وکړو، نو پلار بايد خپله مېرمن په پرلپسې توګه د اړوندې ډاکټرې/ډاکټر تر درملنې لاندې ونيسي او د هغوی د مشورو سره سم کړنې ترسره کړي، اوس خو به ښايي داسې کسان نه وي، چې هغه عمومي او لومړني معلومات ونه لري، د اميدوارۍ پرمهال د دروند وزن پورته کول او ډېر کار کول او له ورته نورو کارونو ډډه کول دي، خو داسې نورې ستونزې هم شته دي، چې زموږ ټولنه ورسره مخ ده خو موږ يې حتا ستونزه نه بولو او ښايي ډېرو يې په اړه فکر هم نه وي کړی، هغه د مېرمنې اروايي نارامي ده، که هغه نارامه وي نېغ په نېغه پر ماشوم اغېز کوي، د مور خوراک، څښاک او حتا کړه وړه د مور په ګېډه کې د ماشوم پرټوليزې ودې اغېز کوي.
له سمو او ګټورو خواړو نیولې هان تر ځينو اړينو درملو پورې بايد يوه اميدواره مور د خپلې اميدوارۍ د سلامتيا په پار ولري، د دغو ترڅنګ آرامه او سولييز فضا او چاپېريال هم اړين دی، له اروايي فشاره د مور ساتنه او هغې ته راتلونکي ډاډ ورکول دا ټول هغه څه دي، چې په ډېرو عادي امکاناتو باندې يې ترسره کولای شو.
پلار کولای شي، خپلې مېرمنې ته د مينې په ښوولو سره ډاډ ور په برخه کړي او حتا د ماشوم د راتلونکي په اړه ورسره بحث او مباحثه کولای شي، چې داسې او هسې به یې روزو داسې مينه به ورکوو، دغه خيالي نړۍ جوړول هم اميدوارې مېرمنې ته سکون ور په برخه کوي او که خاوند یې ورسره په مينه او محبت چلند وکړي، عاشقانه چاپېريال جوړ کړي او ورسره د ورځنيو چارو په سمون او ترسره کولو کې مرسته وکړي، ښايي هغې ته يو ډول دنننی ډاډ ورکړي او په ډېر غرور سره به خپل ژوند ته ادامه ورکړي، چې ښايي دا غرور يې د ماشوم د روغتیا، او ښې ودې په برخه کې ډېره مرسته وکړي.
د خپلې کوټې په دیوالونو د ماشومانو د انځورونو د ځوړلو سره تاسې هغې ته د ماشوم د سپېڅلې او مينه ناکې نړۍ په اړه خبرې کولای شئ، هغه به يې په لیدو خپل راتلونکی ژوند له خوښيو او مينې ډګ ګڼي او له همدې سره به يې ذهن ارامه، خوشاله او ذهني سکون به يې هم په برخه وي. غواړم په لسو ټکو کې د اولاد د زېږون دمخه د ځينو چارو ترسره کول راونغاړم:
- په کوټه کې د ماشومانو انځورونه د مور ذهن د ماشوم لرلو لپاره نور هم اماده کوي او له ځانه سره ورته خوشاليانې زېږوي
- مور ستړيا ته نه پرېښوول او هغې ته هر ډول اروايي سکون ورکول.
- له مېرمنې سره د خاوند خوشاله، ملاتړی او مينه ناک چلند.
- د کورنۍ چاپیريال خوشاله او آرامه ساتل او د کورنۍ نور غړي د اميدوارۍ پرمهال د ستونزو، دردونو او نورو کړنو په اړه خبرول، چې که د اميدوارې مېرمنې څخه کومه تېروتنه وشي، بايد ځواب یې ستوغ او تېر ورنکړل شي، د بېرته ورځوابولو پرځای يې حالت درک کړای شي او په حوصلې يې په مينه ناکه لهجه پوه کړي.
- د ماشوم روزلو په اړه له امیدوارې مېرمن سره بحث کول او دماشوم لرل يې د دواړو لوريو د مينې ډېروالی ښوول وګڼي.
- د اولاد راوړل بايد د کورنۍ ښېرازي وګڼي او ورته خوښ بينه اوسي، چې په راتګ سره به يې کورنۍ ښېرازه کېږي، نه دا چې داسې فکر ورکړای شي، چې په راتګ سره يې کورنۍ غالمغالي او مېرمن ستړې کېږي.
- د اميدوارې مېرمنې د خوړو او پرځای غوښتنو پوره کول او په خپلسري ډول د هر ډول درملو نه خوړلو توصيه کول.
- د امیدوارې مېرمن حالت درکول، خاوند باید د خپلې مېرمنې حالت درک کړي او ښايي له هغې څخه ځينې ناسم عکس العملونه ترسره شي، خو باید په سړه سينه یې په مينه ورځواب کړي او په ارامي يې پوهه کړي.
- د امکان په صورت کې د منظرو ليدل او ارام بښونکي او ښکلي ځای ته وړل او چکر ورکول.
- د خاوند له خوا ورته د پوره ډاډ او ملاتړ احساس ورکول.
په ټوليز ډول دا ويلای شم، چې د ماشوم تر زېږون دمخه بايد ټولې خوښۍ، مینه او مرسته د ماشوم مور ته ورکړل شي، ځکه چې په مور باندې هر ډول سم او ناسم حالات نېغ په نېغه د ماشوم په ودې او روان اغېز کوي.