ما چې کله په پینځم ټولګي کې سبق ویلو نو د عملي کار په نامه مو په اونۍ کې یو مضمون درلود، دا ساعت لکه له نومه یې چې ښکاري لاسي کارونو لکه: ګلانو جوړولو، د انځورونو شبکه کولو،بافت، په دسمال د ګلانو ګنډلو او داسې نورو کارونو ته ځانګړي شوی و. موږ به دې کارونو ته ډير اهمیت نه ورکولو او دا مو هسې د وخت تیرولو ساعت بللو او کله ،کله به مو له ځانه سره لاسې کارونه نه وړل، ښوونکې به هر ځل څو تنه په خپل ځای د ساعت تر آخره ودرولو چې بله ورځ دا کار تکرار نه کړو.
یوه ورځ چې ما او ډیرو نورو نجونو له ځانه سره لاسي کارونه نه وو راوړي نو ښوونکې په ډيره بیړه ټولګي ته راغله او وارخطا یې وویل: ټول خپل لاسي کارونه په لاسونو کې ولرئ چې هیئت راروان دی ښایي ستاسو ټولګي ته راشي ،که چا لاسي کارونه نه وي راوړي نو د کال په وروستۍ آزموینه کې دا په نظر کې نیول کیږي او له مانه دې د مرستې تمه نه کوي.دا یې وویل او د هیئت د څارلو لپاره د ټولګي په وره کې ودریده.
زه او نورې څو نجونې چې لاسي کارونه یې نه و راوړي ډیرې وارخطا شو، هم مو له هیئت نه ویره وه، او هم په دې اندیښنه کې ووچې که ښوونکې مو تش لاس وګوري نو څه به راته وایي؟ او په ازموینه کې به څنګه چلند راسره کوي؟ ټولو د، څنګه وکړو؟ څنګه وکړو؟ پوښتنه له یو بل نه پوښتله. زما نه په مخکې چوکۍ کې د سعیدې په نامه یوه نجلۍ کښیناستله. هغې به تل له ځانه سره د بافت او کورشنیل اوبدلو سیخونه او تار لرل ماته یې مخ راواړولو او ورو یې وویل: کورشنیل دې زده دی؟ له ماسره شته زه به یې درکړم .
ما به کله کله له خپلې مشرې خور سره د بافت د دانو په اچولو کې مرسته کوله نو په بیړه مې وویل: هو زده مې دی.
خور مې چې د هغې تر خوا ناسته وه او خپل لاسي کار یې تیارولو ورو یې وویل: کله دې زده دی؟
ما وویل: زده مې دې، له تا نه یې زه ښه اوبدلی شم.
خور مې وویل: هغه چې ستا زده دی هغه بافت دی.
سعیدې چې د هغې خبره واوریدې ماته یې وکتل. ما وویل: زده مې دی، ته یې راکړه!
سعیدې یو ګوټک تار او یو سیخ راکړل او مخ یې وګرځولو ما چې تار او یوه سیخ ته وکتل نو ورو مې وویل : بل سیخ یې چیرې دی؟ له دې سره زما خور او سعیدې په یوه غږ وویل : تا خو ویل چې زده مې دی؟
هغه ورځ په دوو خبرو پوه شوم. یو دا چې له دروغو ویلو وروسته څوک څومره شرمیږي،او بل دا چې کورشنیل په یوه سیخ اوبدل کیږي او هغه چې په دوو سیخونو اوبدل کیږي هغه بافت دی.