کله، کله موږ او تاسو خپل ماشومان په دې ډبوو چې لوبې او شور کوي، خو له دې نا خبره چې لوبې د ماشومانو لکه خاوړه او جامې اړتیا او غوښتنه ده، موږ ټول دا له یاده باسو چې موږ هم یو وخت ماشومان و او لوبې مو کولې، لوبې دي چې په لړ کې یې ماشومان ډېر څه زده کولی شي. لوبې د درملو په څېر د ماشوم ټول وجود ته پرمختګ ورکوي او ذهن یې په فعالیت راولي، د تخیل قوه پکې روزل کیږي.
که څه هم چې د ماشومانو د لوبو په هکله یو شمېر لیکنې شوي دي، خو که دا موضوع هر څومره ډېره وڅیړل شي هماغوره به ښه وي، خو زه غواړم چې د ماشومانو لوبې او د میندو او پلرونو لوبې له ماشومانو سره یادې کړم.
منډې، ټوپونه، فوټبال، والیبال، د ماشومان جمسي توازن او همغږي کې مرسته کوي، سندرې او وزن لرونکي لغاتونه، یا کلمې په بېلا بېلو شکلونو ویل او ترې استفاده، د ماشومانو ژبه پیاوړې کوي او د تلفظ او خبرو پر مهال ور سره مرسته کوي. همدا رنګه د معما او (کیسۍ) (چیستان) حلول د ماشومان ذهن پیا وړۍ کوي، نو له ماشومانو سره په دې برخه کې لوبې د هغوی د ژبې او لغاتو د پیاوړي کولو لپاره تر ټولو غوره لار او غوره لوبې دي.
په لوبو کې وار او ونډه اخیستل په ماشومانو کې له نورو سره د اړیکو ټینګولو مهم مهارتونه ورزده کوي او د ځان کنټرول یې پیاوړی کوي. په دې مانا چې په لوبو کې نوبت یا وار او ګډون ماشومانو ته سلوک او قانون ورزده کوي او په دې هم پوهیږي چې له خپلو همزولو سره څه ډول لوبې او سلوک وکړي، په لوبو کې ماشومان په دې هم پوهیږي چې لوبې د نورو ماشومانو غوښتنه او خوښه هم ده او هر ماشوم غواړي چې لوبې وکړي، په دې مانا چې د نورو کسانو درنښټ هم پېژني.
لوبې هغه غوره لار ده چې ماشومان یې په مرسته کولی شي چې، خپل احساسات له نورو سره شریک کړي او د لوبو او مشاهیدې په مرسته د ماشومان پوهه او سلوک وده کوي. که مو پام کړی وي، ماشومان هر مهال د خبرو لپاره ډېر څه لري، کله چې کوم څه وویني او یا هم کوم ځاۍ ته لاړ شي، نو غواړي چې خپلو دوستانو او کورنۍ ته ټول هغه څه ووایي چې لیدلي او یا یې کړي دي. د نورو ماشومانو د پام وړ کړه ستایی او بد یې غندي. د ماشومانو احساسات له غټانو سره توپیر کوي، د ماشومانو د احساساتو قدر وکړﺉ! او وخت ورکړﺉ چې خپل احساسات له تاسو او نورو سره شریک کړي.
نو پکار ده چې مور او پلار خپلو ماشومانو ته د لوبو زمینه برابره کړي، ځکه د ماشومانو تمه له خپلو پلرونو او میندو کیږي. ددې ترڅنګ پکار ده چې کله، کله کورنې له خپلو ماشومانو سره په لوبو کې برخه واخلي، دا کوم عیب نه دي، بلکې دا به ستاسو د هیلو د پوره کېدو یو لامل وي. ځکه هره مور او پلار غواړي چې تر هر چا غوره ماشومان ولري.
په ښه اوخوشاله چاپېریال کې د ماشومانو لوبو کې ګډون، ستاسو او ماشومانو تر منځه په اړیکو خورا مثبته اغیزه کوي. له ماشومانو سره لوبې تاسو ته وخت در کوي ترڅو د هغوی له نویو مهارتونو او تجربو نه ملاتړ وکړﺉ. ماشومان هغه مهال د خوشالۍ او پیاوړتیا احساس کوي چې تاسو یې ملاتړ او تشویق وکړﺉ. دا هم د پوهېدو، وړه ده چې ماشومانه مهارتونه وپېژنو، کله چې ماشوم د خپل توان په کچه کوم کار تر سره کړي، نو د مور، پلار او کورنۍ د غړو، تشویق ته سترګې په لاره وي، که یې وغندﺉ او یا هم د بل ځای غوسه پرې سړه کړﺉ، حقیقت کې د خپلو ماشومان استعداد وژنۍ.
ماشومانو ته تر ټوله غوره لوبې هغه دي چې، مور او پلار ور سره لوبې وکړي، نو خپلو ماشومانو ته له هغوﺉ سره د لوبو ډاډ ورکړﺉ.
ماشومانو ته د لوبو مناسب ځای برابر کړﺉ! اسانه او د هغوی د توان په کچه لوبې غوره کړﺉ، کنه ماشومان به مو ډېر ژر ستړي او خپله حوصله به له لاسه ورکړي، لوبې نه به لاس واخلي . پرې دﺉ چې د لوبې مشري ستاسوماشومان په غاړه واخلي، تاسو ځان مشر مه ګڼۍ او د لوبې له خطر نه هم ځان ډاډه کړﺉ، ځکه د ماشوم درک اوتوان کمزوری وی. ماشومانو ته د ګټلو او بایللوچانس ورکړﺉ، ځکه چې دواړه وختونه ماشوم ته د بریا او ناکامۍ زغمل ورزده کوي. له ماشومانو سره سیالي مه کوﺉ! کنه هغوی به له لوبې زړه توري شي، هغه ستاسو سیال نه دی، که ماشومان مو وغواړي چې یوه لوبه څو ځله تکرار کړي، تاسو خپله حوصله له لاسه مه ورکوﺉ، د ماشومانو لپاره ډېر څه نوي وي، نو د نويو مهارتو زده کړه ډېر تمرین ته اړتیا لري. که هغوی غواړي چې په شګو او خاورو کې لوبې وکړي یا هم د لوبوسامان په خپله جوړ کړي مخه یې مه نیسﺉ! ځکه چې په شګو او خاورو کې لوبې تر نورو لوبو ماشومانو ته غوره او ګټور وي، دا لوبې په ماشومانو کې نوښت پیدا کوي.
د هغوی کوښښ که پایلې یې هرڅه وي تشویق کړﺉ! د هغوی په لوبو کې ګډون وکړﺉ! که ستړي یاست نو په خبرو قناعت ورکړﺉ، ماشومان په هرڅه پوهېږي، داسې فکر مه کوﺉ چې له ماشومانوسره په لوبو خپل وخت ضایع کوﺉ.
ماشومان تل د خپلې دنیا د پېژندلو او دا چې څنګه له نورو سره ملګري شی زده ګړه غواړي او د زده ګړې کوښښ یې کوي. له نورو سره د ملګرتیا کوښښ او هیله د هغوی د خوځښت اوزده کړې لامل کیږي، د نویو کارونو د زده کړې او تر سره کولو اعتماد پکې پیدا کیږي.
د مور او پلار په صفت تاسو د ماشومانود دنیاګۍ، د نورکسانو او د خپلو ماشومانو تر منځ ترټولو ښه اړیکه استﺉ!
ماشومان بېلا بېل پړاوونه تر شا پرېدي، ماشومان ډېر ټولنیز مهارتونه په لوبو کې تقویه کوي،
د یادولوده چې د لوبو څرنګه والی د هغوی له عمر سره توپیر مومي. ماشوم ته د غټانو او غټانو ته د ماشومانو لوبې خوند نه ورکوي.
که میندې او پلرونه ددې له ګټې چې که ماشوم په لوبو کې ستړي شي، خولې، خولي، شي خبر شي، نو ټوله ورځ به له خپلو ماشومانو سره په لوبو بوخت وي.