تنهايې (يوازيتوب) داسې مسله ده، چې اوس مهال ډير تنکي ماشومان ورسره لاس او ګريوان دي، او دا د هغوى په راتلونکي ژوند باندې ډير منفې اثرات غورځوي.
کوم ماشومان چې پدې افت اخته وي له راز راز ستونزو سره مخ وي، په اړيکو جوړولو کې کمزوري وي، نشي کولاى د ځان ملګري پيدا کړي او کله چې دوستان ونه مومي بيا يې په ځان اعتماد ختمېږي نهيلي،خفه او ستړي معلوميږي، دا سفر چې له کوچينوالي څخه يې ماشومان پيل کړي بيا هيڅکله په ځان نه باوري کېږي او په ژوند کې له نورو سيالانو څخه وروسته پاتي کېږي.
نوي څېړنې شيې چې ډيرى ماشومان له ځانه څخه دا پوښتنې کوي.
دا زه يوازي (تنها) ولي يم؟
دا ولې را څخه خلک کرکه لري؟
ولې راسره خلک مېنه نه کوي؟
دا ماشومان په کور او ښوونځي کې ځان يوازي ويني، او له نورو زده کوونکو څخه کرکه کوي، په کور کې په هره خبره غصه کوي او له خپلو خويندو وروڼو او ټولګيوالو سره رخه کوي چې وروسته بيا ډير خفه وي، او خپل ځان ملامتوي ،چې ځينې وخت له لويانو سره هم داسي کېږي چې په کور يا کاله کې ځان يوازي بولي.
لومړى بايد مونږ هغه علتونه ځان ته معلوم کړو چې ماشوم د هغوى له امله په يوازيتوب اخته دي، کله يې چې مونږ لامل پيدا کړو بيايې وقايه اسانه دي، او وقايه له درملنې غوره دى.
د يوازيتوب ځيني لاملونه دا دي
١. په کور کې له خور او يا ورور سره رخه يا د والدينو تر منځ د اولادونو تر منځ توپير)
٢. نوي ښوونځي او يا نوي کلي ته تلل
٣. کوم نږدي ملګرى له لاسه ورکول او يا هم کوم ګټه بايلل
٤. د والدينو په منځ کې يو بل ته طلاق ورکول
٥. د هغه کس او يا حيوان چې ورسره مېنه لري مړ کيدل.
که غواړو ،چې سالم نسل مو ټولنې ته وړاندي کړى وي، د مور او پلار سره سره د ښوونکو هم وجيبه ګرزي ، چې دا ښان ماشومانو (زده کوونکو) ته خاصه پاملرنه وکړي د تنهايې له عذاب څخه نجات ورکړي او په ځان يې باوري وروزي.