كله كله ماشوم خوله لګوي، د دې وجه معمولاً دوه څيزونه وي، يا يې غاښونه په راوتلو وي او ورۍ يې خارښت كوي او يا ماشوم عصباني او په غوسه وي. د ماشوم د وريو د كرارولو لپاره په درملتونونو كې رابړي شيان پيدا كېږي چې ((بيره كش)) يې بولي. دغه شى ماشوم ته وركول كېږي، چې يې په وريو باندې وچيچي.
غاښونه ان د مور په نس كې په ودې پيل كوي؛ خو لومړنى غاښ معمولاً د ژوند له څلورمې تر اوومې مياشتې پورې راوځي. د يو نيم ماشوم اول غاښ ډېر وختي، ان په درې مياشتني عمر كې راوځي او ځينې بيا تر يو نيم كلنۍ پورې بې غاښو وي. نادراً داسې هم كېداى شي، چې ماشوم له غاښ سره يو ځاى وزېږي.
اول سر كې د لاندې زامې دوه د مخې غاښونه، بيا د پاسنۍ زامې همدا غاښونه راوځي، ورپسې د اړخ او شاتني غاښونه پوره كېږي، ماشوم بايد په درې كلنۍ كې شل غاښونه ولري. دغه غاښونه موقتي وي او له شپږ كلنۍ وروسته، چې دايمي غاښونه سر راپورته كوي، دا بيا لوېږي.
ځينې خلك ګومان كوي، چې د غاښ ايستلو پر وخت ماشوم تبه كوي، پوزه يې بهېږي او له نسه خرابېږي؛ خو ډاكتران وايي، چې دا نظر ناسم دى. زوكام او اسهال ممكن د ميكروبونو په وجه تصادفاً په دې وخت كې راپيدا شي. دغه ناروغۍ له غاښ ايستلو سره هېڅ رابطه نه لري. دغه مهال د ماشوم ورۍ خارښت كوي او هغه هر څه خولې ته منډي، چې د وريو خارښت پرې غلى كړي، ممكن په همدې وجه ميكروب يې نس ته ننوځي او په اسهال يې اخته كړي.
يو نيم ډاكتر بيا وايي چې دې وخت كې د ماشوم د خولې اوبه ډېرېږي، ماشوم دغه اوبه تېروي. د خولې اوبه كولمې ښويوي او د اسهال سبب ګرځي. د اكثرو ماشومانو غاښونه بې له كوم جنجاله راوځي؛ خو ځينې يې ممكن دغه تكليفونه تېر كړي:
_ د ناړې بهېدل
_ د وريو پړسوب او درد
_ بد خلقي
_ چك لګول
_ له خوراكه ډډه كول
_ بد خوبي
كه د ماشوم ناړې بهېږي، په پاك نخي ټوكر باندې يې په كراره پاكې كړې. كله كله د ناړو په وجه د ماشوم د خولې شاوخوا شړېږي، كه داسې شوي وي، په واسلين يې غوړ كړئ.
د وريو د درد او خارښت لپاره بيره كش وركړئ، كه ماشوم غټوكى وي او خوراك كولاى شي، نو يخې مستې هم وركولاى شئ. كلك بيسكوټ هم د وريو خارښت كراروي. ځينې خلك په دې وخت كې ماشوم ته ګاځرې وركوي، چې ويې چيچي؛ خو له ګاځرو سره دغه خطر هم مل وي، چې كومه ټوټه به يې د ماشوم تنفسې لارو ته لاړه شي او ساه يې وربنده كړي. په پاكه ګوته د ماشوم د وريو سولول هم د خارښت چاره كولاى شي. كه ماشوم ډېر په عذاب وي، نو د ډاكتر په مشوره د درد څاڅكي ورته وركولاى شئ.
د ماشوم د وريو او غاښونو پاكول مهم دي. مخكې تر دې چې د ماشوم غاښونه راوځي، كولاى شئ پاك ټوكر په ګوته تاو او د ماشوم ورۍ په نرمۍ سره پاكې كړئ. همدا چې د ماشوم غاښونه راووتل، وړكى برس ورته واخلئ او بې له كريمه يې غاښونه ورته برس كړئ. بايد د غاښونو دواړه خواوې برس شي. دې سره به ماشوم د غاښونو په برس كولو روږدى شي.
كه ماشوم د نورو په مخ يا لاس خوله لګوي؛ نو بيره كش يې چاره ده. كه د دې شي علاج ونه كړئ، نو بيا ماشوم په چيچلو روږدى كېږي او بيا به هم تاسې او هم نور ځنې په عذاب وي.