کاتیا خپل مېز ته ورغله او اخ یې وکړ: د رنګونو کوتی خلاص پروت و، نوي رنګونه تیت پراته وو، بورسونه ټول ککړ وو، په مېز نسواري رنګه اوبه ډنډ ولاړې وې.
کاتیا چیغه وکړه:
– الیوشکا! الیوشکا! هغې لاسونه خپل مخ ته ونیول او په لوړغږ یې وژړل.
د الیوشا ګرد سر په وره کې را ښکاره شو، غومبوري او پوزه يې په رنګ ککړ وو.
هغه په بېړه وویل:
– ما تا ته څه درکړي!
کاتیا خپل لاسونه سوک ونیول او په هغه پسې یې ور منډه کړه خو هلک د وره شا ته شو او د پرانیستې کړکۍ له لارې یې بڼ ته ور ټوپ کړ.
کاتیا د اوښکو په تویولو وویل:
– زه به له تا څخه خپل غچ واخلم.
الیوشا د بېزو په څېر په ونه وخوت، د ونې په ټیټه څانګه راځړېده، خور ته يې په مسخره وکتل او ویې ویل:
– ژاړي ! په خپلو رنګونو پسې ژاړي!
کاتیا وویل:
– ته به هم وژاړې! و به ژاړې!
الیوشا وخندل او ویې ویل:
– زه به وژاړم؟ هغه دا وویل، په ونه کې پورته وخوت او کاتیا ته يې بیا وویل:
– ته لومړی ما را ونیسه.
الیوشا ناڅاپه وښویېد او په یوه وړه څانګه راوځړېد. څانګې خرس وکړ، ماته شوه او الیوشا لاندې په ځمکه راولوېد.
کاتیا په منډه بڼ ته ورغله. هغې خپل د رسامي رنګونه او له ورور سره شخړه له یاده وایستل او چیغه یې وکړه:
– الیوشا!الیوشا! ورورک په ځمکه کېناست، خپل سر يې په لاسونو کې ونیو او په وېره يې خپلې خور ته وکتل.
کاتیا هغه ته وویل:
– پورته شه! پورته شه!
الیوشا سر کوږ او سترګې یې پټې کړې.
کاتیا په وېره له هغه څخه پوښتنه وکړه:
– نه شې کولي چې پورته شې؟ کاتیا د هغه په ورنو لاس واهه او ويې ویل:
– په ما تکیه وکړه او پورته شه.
کاتیا خپل ورورک تر اوږو ونیو، په احتیاط يې په پښو ودراوه او پوښتنه یې ځنې وکړه:
– درد کوي؟
الیوشا سر وښوراوه او ناڅاپه يې په ژړا پیل وکړ.
کاتیا له هغه څخه پوښتنه وکړه:
– څرنګه، نه شې کولی چې په پښو ودرېږې؟
الیوشا خپلې ژړا ته نور هم زور ورکړ، تر خور یې لاس چاپېر کړ ل او ویې ویل:
– زه به وروسته له دې ستا د رسامي په رنګونو غرض و نکړم. . . هېڅکله. . .
هېڅکله به بیا دا کار و نکړم.