یوه ورځ قلمونو په خپل منځ کې خبرې کولې، هر یو د خپل ارزښت په اړه غږیده، سره قلم وویل:
– زما کار ډېر ارزښتمن دی. په ما غلطۍ سموي. د کنټرول مامورین په ما لګښتونه او بودجوي مسئلې کنټرولوي.
د کاپي قلم وویل:
– زه داسې کار کوم، چې هر څومره پنسل پاک پرې وهي، پاک کېږم نه.
نري نوک لرونکي قلم وویل:
– که د مخ رسمول وي، له ما کار واخلی، تر څو په دقیق ډول انځور شي.
پنسل چې تل کار ترې اخیستل کېده، له ډېره کاره څو ځله تراش شوی و او اخیر ته رسېدلی و، آن د خبروکولو توان او حوصله یې هم نه لرله وویل:
– ځینې وختونه ډېر اړین توب او ګټور توب هم د سړي په زیان وي.
لیکوال: ولادزیمژشیسلوفسکی- (پولنډ)
ژباړه: علم ګل سحر