د اروا پوهنې په یوه کتاب کې مې ولوستل« ماشوم ته بد نوم اخیستل، د ماشوم راتلونکی زیانمنوي. »
فکر مې وکړ چې نوره نړۍ څومره د یو او بل حقونو ته پام کوي او حتی د حیواناتو او مرغانو خیال ساتي.
له بده مرغه زموږ په هېواد نه ښځو ته هغسې حق ورکول کیږي لکه په نوره اسلامي نړۍ کې او نه د ماشومانو حقوقو ته هغسې پاملرنه کېږي لکه په نوره نړۍ کې.
زموږ ډېری هېوادوال ماشومانو ته بد نوم اخلي یا یې حیوانات بولي.
یوه ورځ مې کابل کې په یوه دوکان کې یوه په عمر پوخ سړی ولیده، چې خپلو دوو ماشومانو ته یې کتابچې اخیستې، دوکاندار ترې وپوښتل چې چېرته روان یې؟
ده ژر وويل: دا حیوانان مې راوستل، په کتابچو یې تر سپږمو راوستی یم.
حیران شوم، لومړی مې فکر کاوه چې سړی خو ښه هوښیار او فرهنګي انسان دی، ځکه چې زامنو ته یې د پلاستیکي ټوپک پر ځای کتابچې را نیسي او د تعلیم غم یې ورسره دی.
موږ غواړو چې ماشومان مو یو څه زده کړي، درس ووایي او انجینران، یا ډاکتران…. ترې جوړ شي، خو له بده مرغه اخلاقو او تربیې ته مو یې پام نه دی.
د ماشومانو اخلاق د خپل مور، پلار او کورنۍ په لاس کې دي.
که په کورنۍ کې خاوند خپلې مېرمنې ته ښکنځل کوي او یا بد نوم ورته اخلي نو خامخا به یې ماشوم هم د دوی په رقم له خپلې خور یا مور سره همداسې کوي.
زه دا نه وایم چې یو پلار یا یوه مور دې خپل ماشوم ته دا ور وښایي، چې یو چاته ښکنځلې وکړي. خو د دوی په خپل مینځ کې ښکنځلې او بېځایه نابودې ټوکې ټکالې، ماشوم هم اغېزمنوي او د وخت په تېرېدو د دوی عادت اخلي.
یوه شپه یو ځای مېلمه وم، کوټې ته ماشوم راغی او د خپل پلار په جیب کې یې لاس ور کښته کړ، چې موبایل راوباسي خو پلار یې لاس ونیوه او منعه یې کړ؛ د ماشوم تندی تریو شو د وره لور ته یې منډه کړه، وېې ویل: د خرو زو
سړی خجالت شو، راغی، پر خپل ځای کېناست او په خندا یې وویل: داسې د بې عقل زوی دی.
ماشوم نه و ملامت، همدا ښکنځلې یې له خپل پلار زده کړې وې، پلار یې چې ده ته د بې عقل زوی نه وای ویلي، نو زوی به یې ولې ده ته د خره زوی ویل؟
د ماشومانو په مخکې ښکنځلې او بدې خبرې کول، د ماشومانو شخصیت زیانمنوي.
ډېر خلک خپل ماشومان وهي او دا متل ورته له نیکونو پاتې دی چې چېرته ډب وي هلته ادب وي.
تاسو د خپلو ماشومانو په مخکې، خپلې مېرمنې ته ښکنځل مه کوئ، له اول سره یې اخلاقو او تربیې ته پام وکړئ، د خپل نامه پر ځای ورته د چینجن، بلا وهلي…. نومونه مه اخلئ نو ډبولو او وهلو ته به یې څه ضرورت پیدا شي؟
دا ناسم او غلط نظر دی، چې په زور او جبر دې په یو چا کې ادب راشي.
زموږ ځینې پوهانو او شاعرانو خو دا پورتنی زهرجن متل نور هم مشهور کړی او ستایلی دی.
د دوی له ډلې یو شاعر وایي:
په زړه مهر په خوله قهر زوی ته بویه
څه ښه وایي چېرته ډب هلته ادب
د ماشومانو اخلاقو، روغتیا، تعلیم او تربیې ته باید هره کورنۍ او هر مور او پلار
جدي پاملرلنه وکړي، او حقونو ته یې باید درناوی وشي.