لیکواله: و.ا. اوسیوا
ژباړونکی: ګل جان صابر
دری هلکان ځنګل ته ولاړل. په ځنګل کې مرخېړي، توت او الوتونکي وو. هلکان وګرزېدل او پوه نه شول چې ورځ څرنګه تېره شوه. کورونو ته چې روان شول وېرېدل چې و به یې رټي.
هلکان په لاره کې ودرېدل او په دې یې فکر وکړ چې څه ښه دي، دروغ ووایي او که رښتیا؟
لومړي وویل:
– زه به ووایم چې په ما لیوه حمله وکړه. پلار به ووېرېږي او ما به ونه ښکنځي.
دوهم وویل:
– زه به ووایم چې نیکه مې ولید. مور به خوشاله شي او ما ته به ښکنځلې و نکړي.
دریم وویل:
– زه به رښتیا ووایم. د رښتیا ویل آسانه دي او د هغو په برخه کې فکر کولو ته اړتیا نه شته.
هغوی هر یو خپلو کورونو ته ولاړل.
لومړي هلک چې د لېوه په برخه کې خپل پلار ته وویل په همدې وخت کې د ځنګل ساتونکي راغی. د ځنګل ساتونکي وویل چې په دې سیمه کې لېوان نه شته.
پلار په غوسه شو. د لومړی ګناه له امله په غوسه شو او درواغو یې غوسه دوه ځله زیاته کړه.
دوهم هلک چې د نیکه په برخه کې وویل نیکه په همدې وخت کې د دوی کور ته راغی.
مور په رښتیا پوه شوه. د لومړی ګناه له امله په غوسه شوه او درواغ ویلو یې غوسه دوه واره زیاته کړه.
دریم هلک چې کله کور ته ننوت په دروازه کې یې هر څه رښتیا وویل. ترور لږ په غوسه شوه خو بیا یې هغه ته بښنه وکړه.