دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینماعدنان سمیع د افغان په رول کې فلم زړه ته نژدې بولي

عدنان سمیع د افغان په رول کې فلم زړه ته نژدې بولي

تاند- مشهور سندرغاړی عدنان سمیع، چې د لومړي ځل لپاره په یوه هندي فلم کې د یوه افغان په رول کې لوبېږي، وايي د دغه فلم کیسه د یوه افغان مهاجر د ژوند په اړه ده او دې کیسې پر ده ژور اغېز کړی دی او دا فلم د ده زړه ته ډېر نژدې دی.

دا فلم «افغان د یوه کور په لټه کې» نومېږي. دا فلم د یوه مهاجر افغان سندرغاړي د ژوند کیسه بیانوي چې د جګړو په نتیجه کې له افغانستانه وتلو ته اړ شوی دی.

د فلم د سناریو له مخې، افغان سندرغاړی داسې هیواد ته پناه وړي چې اصلاً موسیقۍ ته پکې اهمیت نه ورکول کېږي.

عدنان سمیع ویلي، دا فلم ورته مهم دی، نه یوازې په دې خاطر چې ده پکې د یوه افغان په توګه کار کړی بلکې د دغه فلم موسیقي یې هم خوښه ده.

عدنان وايي، په دې فلم کې یې هڅه کړې چې د افغانستان موسیقي او د هندوستان د موسیقۍ بېلابېل ژانرونه له یو بل سره واخښي.

د عدنان سمیع په وینا «افغان د یوه کور په لټه کې» فلم ځینې برخې په کابل، بامیان، هرات، ډیلي، او امرتسر کې اخیستل شوي دي.

رادیکا راوو او ویني ساپرو د فلم ډایریکټران دي او ټاکل شوې ده چې په ۲۰۱۸ م کال په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

 د افغان په رول کې د عدنان سمیع لومړني تصویرونه د دغه فلم د ډایرکترانو (رادیکا راو) او (ویني ساپرو) له لوري د جون په میاشت کې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي دي.

په دغو عکسونو کې لیدل کېږي چې عدنان سمیع اوږده ږیره او برېت لري او ژېړرنګه لونګۍ پر سر ده.

داسې ښکاري چې «افغان د یوه کور په لټه کې» فلم کیسه د عدنان سمیع د ژوند له اصلي کیسې سره ورته والی لري.

پاکستان په ۲۰۱۵ م کال له عدنان سمیع څخه تابعیت واخیست او پاسپورټ یې ورفسخه کړ.

عدنان سمیع، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې په هندوستان کې اوسي، تېر کال په ټویټر کې ولیکل چې له هند سره مینې اړ ایستلی چې په دغه هیواد کې پاتې شي او نور د پاکستان زرغون رنګه پاسپورټ ته اړتیا نه لري.

له دې خبرې وروسته د پاکستان حکومت د عدنان سمیع پاسپورټ او تابعیت لغوه کړل.

عدنان سمیع اوس د هند تابعیت لري او په لسګونو هندي فلمونو کې یې کار کړی دی.

عدنان سمیع په ځلونو په مرکو کې ویلي چې نیکونه یې د افغانستان د هرات ولایت دي او له افغانستان سره د زیاتې مینې له کبله یې له یوې افغانې سره واده کړی دی.

د ده لومړنۍ ښځه د پاکستان د هماغه وخت د لوی څارنوال لور زیبا بختیار د کوټې یوه پښتنه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب