دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېچاپیریالد هوا د بدلون له کبله به په ملیونونو انسانان بې ځایه...

د هوا د بدلون له کبله به په ملیونونو انسانان بې ځایه شۍ

تاند- اټکل کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به په لسګونو ملیونه انسانان د هوا یا د اقلیم د بدلون له کبله مجبوره شي چې له خپلو هیوادونو کډه شي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکايي متخصصان وايي، په راتلونکو کلونو کې به اروپا ته د مهاجرت سېل تر هغه څه په ځلونو زیات شي چې په وروستیو کلونو کې له سوریې، افغانستان او یو شمېر نورو هیوادونو اروپا ته لاړل او اروپايي هیوادونه یې وارخطا کړل.

دوی د چاپېریالي عدالت د مطالعاتو بسنټ  ته وویل، د اقلیمي بدلون له کبله به دومره انسانان مهاجر شي چې تر دې وړاندې یې ساری نه دی لیدل شوی او اروپا به له یوه سخت ازمون سره مخامخ کړي.

د امریکا د پوځ متقاعد لوا مشر جنرال سټېفن چیني وویل «که اروپا فکر کوي چې نن د مهاجرت له ستونزې سره مخامخ ده، شل کاله دې صبر وکړي او ودې ګوري چې اقلیمي بدلون څومره کسان له افریقا؛ نیمه صحرا څخه دې قارې ته لېږدوي. موږ فکر کوو چې یو ملیون یا دوه ملیونه به نه وي، بلکې ۱۰ یا ۲۰ ملیونه به وي. دوی به د اقلیمي بدلون له کبله جنوبي افریقا ته لاړ نه شي، بلکې له مدیترانې به لنډ اروپا ته واوړي.»

د دوی څېړنه، په جرمني کې د اقلیمي بدلون په اړه د تر سرمشریزې وړاندې/نوومبر۱/ خپره شوه. په دې څېړنه کې پر حکومتونو ږغ شوی چې یو قانوني کاري چوکاټ جوړ کړي څو د اقلیمي بدلون له کبله د مهاجر شویو ساتنه وکړي.

دوی د هیوادونو پر مشرانو ږغ کړی چې د پاریس د اقلیم په موافقه کې د ټاکل شویو هدفونو د اجرا کېدو لپاره نور اقدامات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب