پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمیرمند ملالۍ نوم ولې د هر چا په خوله کې پروت دی؟

د ملالۍ نوم ولې د هر چا په خوله کې پروت دی؟

احسان الله هاشمي |

د ملالۍ د ژوند د پېښو په اړه پوره معلومات په لاس کې نشته. له موږ سره د هغې د ځای او کورنۍ سمه پته نشته او نه راته څرګنده ده چې دا پېغله څوک، د چا لور او د کومې سیمې او کلي وه.

د میوند د فتحې د ننګ او جنګ په ډګر کې ددغې نومیالۍ پېغلې نقش لکه د لمر په څېر هر چاته څرګند دی. په دې اړه د خلکو له خولو راپاتې شوې خبرې او تاریخي شواهد لږ و ډېر یوه خوله دي.

د وینا په ډېر لږ توپیر او بدلون د میوند په فتحه کې د هغې غوڅ او ټاکونکی نقش تاییدوي. د “پښتنې مېرمنې” د کتاب لیکوال، عبدالرؤف بېنوا لیکي:

((د ۱۲۹۸ هـ. ق. کال د برات د میاشتې پر اووه لسمه د دوشنبې په ورځ افغاني زلمیانو د خپل وطن د ساتنې په نیت سرونه پر میدان ایښي او ډګر ته د سرښندنې لپاره حاضر شوي وو. ټکنده غرمه وه. غازیان تږي او ستړي ستومانه وو. د میوند په دښته کې هېڅ اوبه هم نه وې. نژدې وه چې افغاني لښکر د تندې له امله ماتې وخوري. په داسې حال کې د لښکرو بیرغچي هم سخت زخمي شو او بیرغ یې له لاسه ولوېد، یوه پېغله راغله، بیرغ یې په سرو منګولو واخیست، ناره یې کړه: خـــــال بــه د یــــــار له وینو کـــــــښېږدم چې شینکي باغ کې ګل ګلاب ورشرموینه کـــه په میـــوند کــــې شهیـــــد نه شـــوې خدایږو لالیـــــه بې ننګۍ ته دې ساتینـــه ددې پېغلې دا غږ یو آسماني غږ و. د افغانیو زلمیانو وینې یې په جوش راوستې او د (الله اکبر) په ناره یې پرغلیم یرغل وکړ. دښمنان یې تار په تار او خپله پاکه خاوره یې د هغوئ له ناپاکو قدمونو څخه وژغورله. دا پېغله ملاله نومېدله))

په نورو ځایونو کې پورتنی مفهوم د الفاظو په لږ و ډېر بدلون سره داسې راغلی دی:

((یوې خواته د میوند پر دښته پراته د پېرنګي پوځونه په هر ډول وسلو او وسیلو سمبال وو. بله خوا افغانان په تش لاس، خو د ایمان او عقیدې په وسله سمبال، د هغوئ مقابلې ته راوتلي وو. هغوئ په دې نیت او تکل وو چې دغه لښکرې له خپلې خاورې څخه وباسې او هېواد ددوئ له ناولو منګولو څخه آزاد کړي. له افغاني غازیانو سره په دغه جګړه کې افغاني مېرمنې هم شاملې وې. ځینو یې غازیانو ته خواړه، اوبه او باروت رسول او ځینې له خپلو پلرونو، وروڼو او مېړونو سره اوږه پر اوږه د دښمن مقابلې ته ولاړې وې. ددغو نومیالیو په ډله کې یوه هم ملاله وه.))

د “افغانستان در مسیر تاریخ لیکوال” د هغه وخت د یو نومیالي مؤرخ، میرزا یعقوب علي خوافي د کتاب په حواله لیکي: په دغه جګړه کې له دوولس زره انګرېزي پوځ، عسکرو او صاحب منصبانو څخه د جګړې له ډګره یوازې (۲۵) تنه ژوندي په تېښته بریالي شول.

د “زموږ غازیان” لیکوال، محمد ولي ځلمی د “نفتو لا خالفین” د کتاب (شیپور هایی پیروزي میوند) له مخې لیکي: کله چې د زیاتې کلکې ژوبلې په نتیجه کې میوند فتح او افغاني غازیان د خپلو شهیدانو د ښخولو په تکل کې وو، غازي سردار محمد ایوب خان پوښتنه وکړه، دغه نجلۍ څوک ده چې په یو داسې نازک حالت کې یې په خپلو ملي لنډیو افغاني لښکر په ننګ او غورځنګ راوست؟ ځواب ورکړل شو، چې دا د یو شپون لور، ملاله او د میوند د (کشک نخود) اوسېدونکې ده. بل ورته وویل، دا ډېره زړوره وه. د غازیانو ترڅنګ یې باید ښخه کړو. ایوب خان وویل، ښه وایاست. ملایانو او ملي مجاهدینو د بښنې دعا ورته وکړه او هم هلته یې خاورو ته وسپارله.

همدارنګه میر غلام محمد غبار په (افغانستان در مسیر تاریخ) او لویس دوپرې په خپل اثر (افغانستان) کې د ملالۍ سرښندنه او ننګیالیتوب ستایي او تایبدوي یې. له دې پورته څرګندونو دا ښکاري چې ملاله د میوند په همدې تاریخي جګړې کې د شهادت مقام ته رسېدلې او تلپاتې نوم یې په برخه شوی دی. دغه ستره ویاړلې کارنامه یې زموږ د هېواد په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې. تر هغه چې افغانان او افغانستان وي، له چا به نه هېرېږي او په ډېر درناوي به لمانځل کېږي. ددې نومیالۍ او ننګیالۍ پېغلې قبر په میوند کې معلوم او ډېر خلک یې زیارت ته ورځي. روح دې ښاد او یاد وي!

ماخذ: پښتو، یوولسم ټولګی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب