شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهترکیه کې د ۲۴ افغان مهاجرو جسدونه وموندل شول

ترکیه کې د ۲۴ افغان مهاجرو جسدونه وموندل شول

تاند( دوشنبه، د سرطان ۳۰) په ترکیه کې د افغانستان سفارت رسنیو ته تایید کړي ده، د وان جهيل په سیمه کې د کښتۍ د غورځېدو له امله د مړه شويو ۲۴ افغان مهاجرو جسدونه ترلاسه شوي دي.

د ترکي رسنیو راپورنه وایي، چې په دې جسدونو کې یو شمیر ماشومان هم شامل دي.

سرچینې وایي تر دې دمه د ۵۸ مسافرو جسدونه په اوبوکې د ۱۵۰ مترو ژوروالي ته راوړل شوي دي او چارواکي وایي، چې د نورو لټون روان دی.

ترکیه کې د افغانستان سفارت مسولانو ویلي، چې د ترکیې حکومت په موقت ډول د خرابیدو له امله یو شمیرمړي ښخ کړي دي او د قبرونو خلاصولو او هیواد ته د جسدونو د لیږدولو په لټه کې دي.

دوی وایي، چې د آریانا هوایي  شرکت استازي هغوې ته خبر ورکړی و، چې دوی سره هوکړه وکړي و په وړیا ډول مړي ولیږدوي.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خلکو غږ کړی چې د خپلو کورنیو په اړه چې دوی بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي لارو لیږلي وي معلومات له دوی سره شریک کړي.

ویل کیږي، چې یوه کس د دې لارې په اوږدو کې د کورنۍ د ۱۱ غړو د ورکیدو خبر ورکړی او تر دې دمه د دریو ماشومانو مړي یې موندل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب