شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا پلازمېنه کې ناپېژاندو وسله والو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله...

د امریکا پلازمېنه کې ناپېژاندو وسله والو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تاند( دوشنبه، د سرطان ۳۰) د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د ډزو له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د واشنګټن ډي سي پولیسو ویلي، چې یو وسله وال کس د ښار په شمال لویدیځ سیمه کې پر خلکو ډزې کړې دي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي.

د یاد ښار د پولیسو په خبره، وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

پولیس وایي دوی یې د موندلو په موخه پلټونکي عملیات دوام لري خو زیاتوي تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی.

د یادونې ده چې د تور پوستي جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته د امریکا له تر ټولو امن ځایونو څخه هم د ناکراریو راپورونه ورکول کېږي.

ډیری تورپوستو د فلویډ په ملاتړ لاریونونه وکړل او له حکومت نه یې غوښته چې د فلویډ قاتل ته سزا ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب