شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهایران د اوکراینۍ الوتکې توربکس پاریس ته لیږدولی

ایران د اوکراینۍ الوتکې توربکس پاریس ته لیږدولی

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۳۰) ایراني چارواکي وايي، چې په دې هېواد کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د استازو په حضور کې لوستل شوی دی.

ایران کې د تهران نظامې محکمې ویلي، چې په دغه هېواد کې د اوکراینۍ نسکورې شوې الوتکې تور بکس پاریس ته لېږدول شوی.

یاده محکمه وایي دا بکس پاریس کې د هغو هېوادونو د استازو په حضور کې لوستل شوی دی، چې په یاده الوتکه کې یې اتباع قرباني شوي دي.

د یادونې ده چې د ایران د سپاه پاسداران له لوري د ویشتل شوې مسافر وړونکي الوتکې په قربانیانو کې د ایران په ګډون د امریکا، اوکراین، کاناډا، سویډن او افغانستان اتباع شامل وو.

ایران دا تور بکس وروسته تر هغه پاریس ته لېږلی، چې په تېروتنه د یادې الوتکې د ویشتل کېدو په تړاو یې د شواهدو وړاندې کولو ژمنه کړې وه.

تر اوسه د توربکس دننه د شته معلوماتو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب