شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکندز ولایت کې ۱۲ افغان سرتیري وژل شوي دي

کندز ولایت کې ۱۲ افغان سرتیري وژل شوي دي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۳۰) د کندز د ولایتي شورا منشي وايي،چې په دغه ولایت کې د طالبانو په دوه جلا جلا برېدونو کې د ملي اردو او ملي پولیسو ۱۲ سرتېرې وژل شوي دي.

د ولایتي شورا منشي فوزیه یفتلي رسنیوته ویلي، چې تیره شپه د کندز ښار اړوند د شینوارو سیمه کې د ملي پولیسو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۹ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

هغې زیاته کړه، چې دغه راز په یوه بل برید کې چې طالبانو د کندز ښار اړوند د قزاقو کوڅې سیمه کې د ملي اردو پر پوستې ترسره کړی د ملي اردو ۳ سرتیري وژلي دي.

په ورته مهال د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي بیا وایي، چې د کندز ښار اړوند دشینوارو په سیمې کې د طالبانو په برېد کې د ملي پولیسو ۵ تنه سرتېرې وژل شوي او ۳ تنه نورټپيان دي.

مرادي زیاته کړه چې دغه راز د ملي اردو دسرتیرو پر پوستې د طالبانو په برید کې ۳ سرتېرې وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان دي.

د مرادي په خبره، چې سیمې ته د مرستندویه  ځواکوو په استولو سره طالبان په شاه وتمبول شول.

هغه زیاته کړه چې په دې بریدونو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو وایي جزیات یې په لاس کې نه لري.

تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلې.

په دې وروستیو دوه اونیو کې د کندز ښار په نږدې سیمو کې او دغه راز د دې ولایت په ولسوالیو کې پر دولتي  ځواکونو د طالبانو وسله وال برېدونه زیات شوي دي او دې روان وضعیت د کندز اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب