Homeخبرونهختیځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

ختیځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

تاند( دوشنبه، د سرطان ۳۰) په ختیځو ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو.

ختیځ کې د پولیو واکسینو د کمپاین مسولان وایي، چې دغه کمپاین له تېرو سره په توپير پيلیږي او په خبره یې لامل یې دا دی، چې په دې کې د کورونا د پراختیا د مخنیوي لپاره واکسین کوونکو ته ځانګړې روزنه هم ورکړل شوې ده.

مسولان زیاتوي، چې دغه کمپاین به په راتلونکو دوو میاشتو کې د هېواد په څوارلسو ولایتونو کې دوام کوي.

د دوی په خبره دا هغه ولایتونه دي، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پراته دي.

ختیځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین داسې مهال پيلیږي، چې روان کال تر دې دمه د پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یادولو ده، چې افغانستان یو له هغوهېوادونو دی، چې تر دې دمه پکې پولیو ویروس په بشپړه توګه نه دی ورک شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...