جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پوځیانو یو ځل بیا په کونړ راکيټي بریدونه کړي

پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا په کونړ راکيټي بریدونه کړي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۳۰) پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د کونړ په ځینو برخو راکیټي بریدونه کړي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي پاکستاني عسکرو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ په شلتن ولسوالۍ ۲۹ توغندي توغولي دي.

تېره ورځ هم پاکستاني پوځیانو پر کونړ ګڼ شمېر راکیټي بریدونه کړي و.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې پاکستاني چارواکو د اوربند خبر ورکړی و، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې پاکستاني لوري سره په دې تړاو خبرې کوي.

یاد وزارت وروسته تر خبرو وویل چې پاکستاني لوري ورسره منلې چې نور به په کونړ بریدونه نه کوي.

له څو ورځو راهیسې د پاکستان له لوري بریدونو په کونړ کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په دغو بریدونو کې تر لسو زیات ملکي وګړي وژل شوي خو افغان حکومت یې تر اوسه په وړاندې کوم جدي غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. جالبه د نظام وزارت خارجه ویلې وه چي بیا به پاکستان دا کار نه کوي، ځکه پاکستان ورسره ژمنه کړې وه…

    یو مو نظام داسي سي، او بل داسي مرداره فاحشه ګاونډۍ ولرو،

    نور باید پاکستان ته وخت ورنه کړل سي، چي هر څه وايي چي دا کوو او ها کوو، په خبرو يې مه تېروځئ…

    د پاکستان پر وړاندي یواځي او یواځي غچ/غچ/غچ انتقام/انتقام/ انتقام

    پاکستاني طالبان دي وهڅول سي، بلوڅو سره دي مرسته او کمپونه ورکړل سي…. هغی په جګړه کي ښکېل یو، تر دې خو نور بده بلا نه را پسې راځي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب