Homeخبرونهملګري ملتونه د ځواکمنو هیوادونو پر کړنو نیوکه لري

ملګري ملتونه د ځواکمنو هیوادونو پر کړنو نیوکه لري

تاند( یکشنبه، د سرطان ۲۹) ملګري ملتونه وایي په یوه وخت کې له ګڼو جنجالونو او کشمکشونو سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په لندن کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه د ملګرو ملتونو له نړیوال سازمان سره مرسته نه کوي.

ګوتریش زیاته کړې، چې تر ډیره ځواکمنو هیوادونو له کرونا سره د مبارزې په دې حساسو شرایطو کې په خپلو کې په ناندریو بوخت دي.

د نوموړي په خبره کرونا د دې لامل شوه، چې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو اصلي کمیت او کیفیت نړیوالو ته روښانه کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي د دې وخت دی، چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او اصولو پر نوې تګلاره کار وشي.

هغه په ټینګار سره زیاته کړې،چې ځواکمن هېوادونه باید په دې پوه شي، چې اوسنی کشمکش او تقابل نړیوالو ته د منلو نه دی.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د نړۍ ځواکمن هیوادونو په خپلو کې سره نښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...