Homeخبرونهد پژواک خبري اژانس مشر وايي، د ده د وژلو لپاره یوه...

د پژواک خبري اژانس مشر وايي، د ده د وژلو لپاره یوه چارواکي ځانمرګی په پیسو اخیستی دی

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۹) وروسته له هغې چې پژواک خبري اژانس پاکستان ته د ۳۲ مصنوعي تنفسي دستګاوو د قاچاق راپور خپور کړ، دغه خبر د هیواد دننه او بهر د ګڼ شمېر خلکو توند غبرګونونه راوپارول ځکه چې په هیواد کې ګڼ شمیر خلک د اکسیجن د کموالي سره مخامخ ول.

له دغه راپور وروسته د پژواک خبري اژانس له لوري په امریکا کې په افغان سفارت کې د فساد په تړاو یو بل راپور خپور شو چې ویل يې، په امریکا کې د افغان سفارت ودانۍ ۷۰ متره اوږد دیوال په ۱.۸ میلیونه امریکایي ډالر جوړ کړی دی چې  په کې د لوړ فساد یادونه شوي وه .

https://www.facebook.com/ahmadsohib.hasratafghan/videos/945174445895583/

اوس د دې اژانس په وینا یو شمیر ګواښونه د یادې ادارې مشرتابه ته شوي دي.

تازه دانش کړوخیل د ملي شورا له غړو سره په خبرو کې وویل  “چې د ده د وژلو لپاره یوه چارواکي ځانمرګی په ۳۱ زره ډالرو اخیستی چې تر ده سبز سیمې پورې رارسیدلی هم دی.

دانش کړوخیل هم د افغانستان د خپلواکو خبریالانو له ټولنې سره په لنډو ټیلفوني خبرو کې د یادې موضوع د تایید ترڅنګ ویلي چې موضوع یې له ملي امنیت شورا او د ملي امنیت له مشرتابه سره شریکه کړي ده، او د یاد ګواښ په تړاو یې پوره اسناد ورته وړاندې کړي دي.

دانش کړوخیل یو ځل مخکې هم ویلې وه چې ځینې کړۍ یې تهدیدوي او د مرګ ګواښونه ورته کوي.

افغانستان که څه هم د نړۍ په هیوادونو کې د خبریالانو لپاره یو خونړی هیواد دی

خو اوس پوښتنه دا ده چې د وینټلاټورونو او په ځینو نورو قضیو کې د فساد له ښکاره کولو وروسته ولې دغه ډول ګواښونه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...