شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهناپېژاندو کسانو کابل کې یوه افغان سک ماشومه تښتولې

ناپېژاندو کسانو کابل کې یوه افغان سک ماشومه تښتولې

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۹) افغانستان کې د سکانو او هندانو د ټولنې مشر وايي ناپېژاندو کسانو په کابل کې یوه افغان سک ماشومه تښتولې ده.

د سکانو او هندانو د ټولنې مشر خجندر سنګ زیاته کړې، چې  ۱۳ کلنه افغان سک ماشومه د جمعې په شپه د کابل له شور بازار سیمې نه تښتول شوې ده.

خجندر سنګ وایي، دوی ډیره هڅه وکړه خو تراوسه یې د ماشومې ځای او درک نه دی معلوم کړی.

د نوموړي په خبره امنیتي ځواکونو هم لا هغه ډول چې لازمه ده د ماشومې د موندلو هڅې نه دي کړي او نه یې هم د دوی امنیت ته سم پام کړی دی.

په پکتیا کې د سیکانو تښتول شوی مشر بېرته خوشې شو

د یادولو ده، چې د دغې ماشومې پلار څو میاشتې وړاند کابل ښارکې د سکانو پرعبادت ځای برید کې وژل شوی و.

سکان لږه کي وایي له دوی سره هرډول ظلمونه وشول خو حکومت یې عاملین ونه نیول او نه یې هم د دوی د خوندیتوب لپاره تازه اقدامات ترسره کړي دي.

د سکانو یو شمیر مشران وایي، په یو شمیر ولایتونو کې یې په زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې خو د حکومت د نه مرستې له امله یې نشي ترلاسه کولای.

بل لورته د کابل امنیتي چارواکو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب