Homeخبرونهپه پکتیا کې د سیکانو تښتول شوی مشر بېرته خوشې شو

په پکتیا کې د سیکانو تښتول شوی مشر بېرته خوشې شو

تاند (شنبه، د سرطان ۲۸) په پکتیا کې د سیکانو د زیارتونو د ترمیم او ساتنې مسؤل نیدان سینګ خوشې شو.

په ختیځه حوزه کې د سیکانو د زیارتونو د ترمیم او ساتنې مسؤل او د دې توکمیز او مذهبي لږکي غړی نیدان سینګ، چې په دې وروستیو کې د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې تښتول شوی و، بېرته خوشې کړی شو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د نیدان سینګ د خوشې کېدو هر کلی کړی دی.

د یاد وزارت ویاند په خپله ټوېټر پاڼه له ټولو اړوندو مسؤلینو مننه کړې چې د نوموړي په خلاصون کې یې مرسته وکړه.

نیدان سینګ د جوزا په ۲۷ د څلور تنو وسله والو له لوري داسې مهال تښتول شوی و، چې د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د هندوانو مربوط یوه عبادت ځای ته تللی و.

د څمکنیو ولسوال وايي له پیله یې شک درلو چې نیدان سینک د ځمکو د غاصبینو او یا د انسان تښتوونکو لخوا تښتول شوی، خو په دې تړاو د پینځو تنو تر نیول کېدو وروسته معلومه شوه چې نوموړی د طالبانو له لوري تښتول شوی و.

نیدان سینګ له خپلې کورنۍ سره په هندوستان کې ژوند کوي، چې له اختطاف کېدو درې میاشتې وړاندې افغانستان ته راغلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...