تاند (شنبه، د سرطان ۲۸) د طالبانو د واکمنۍ د مهال د پوځي محکمو ريیس سیدعبدالرحمان اغا د بلوچستان ایالت د کوټې له کُچلاغه بې درکه شوی دی.
په کوټه کې د عبدالرحمان اغا نژدې خپلوان وايي چې نوموړی په اصل کې د بلوچستان د پښین له سیدانو څخه دی او ملاعمر ته ډېر نژدې کس و.
دوی وايي، کله چې په ۱۹۹۳ م کال ملاعمر له پاکستان څخه سپین بولدک ته داخلېدو، عبدالرحمان اغا یې ساتونکی یا باډي ګارډ و.
عبدالرحمان اغا د طالبانو د واکمنۍ په مهال نه یوازې د نظامي محکمو ريیس و بلکې د طالبانو په منځ کې یو منلی او اغېزمن چارواکی و.
په کوټه کې د طالبانو سرچینې وايي، سیدعبدالرحمان اغا د طالبانو په غوښتنه د پاکستان استخباراتو لس ورځې وړاندې له خپله کوره ایستلی او نامعلوم لوري ته یې بېولی دی.
داسې ادعاوې هم شوي چې سیدعبدالرحمان اغا د طالبانو له یو لړ کړنو سره مخالف و او طالب مشرانو ته یې څو ځلې ویلي چې د پاکستان پر سپارښتنو باور ونه کړي او د نوموړي دا ډول څرګندونې سبب شوي چې پاکستاني استخبارات یې ونیسي.
دا هر طالب به همداسې ورک او مردارېږي۔ يا به هم ملا ضعيف غوندې پرتوګ ترې کښل کېږي۔
پاکستاني نظامیانو او استخباراتو يو بل دلال طالب وداړه يا یې چېرې پټ کړ. هسې چې به خبر کې ویل شوي عبدالرحمن افغان نه و. د پاکستان د نظامیانو او استخباراتو کس و. یا دا چې د محرمو رازونو يا پاکستان ضد دریځ له امله به ووژل شي او یا دا چې پاکستان ته د خدمت لپاره کوم خوندي ځای ته وړل شوی (لکه هیبت اباد) او هر کله چی ورته ضرورت شي بیرته يې له سوري راباسي او ګټه ترې اخلي. په هر حال د خوشحالۍ خبره داده چې د یو بل حرمونی سپی دلال طالب له صحنې نه ووت.
دا ټول د پوهی او سیاسی شعور نه خلاص دی۰
دوی ولی عبرت نه اخلی دا شل کاله پری سګ جنګی کوی هیڅ له خپلو مشرانو نه زده کوی
ای هلاک شی ولی د افغانان په ورورولی کښی مو کوم تاوان دی چه د پنجاب په لمن کشی مو ځان تباه کوی۰ د خپل افغان ولس سره یو ځای سی۰ مننه
ملګرو ورونو لمړی تر هرڅه له امو تر اباسینه پرته له تور څټو پنجابیانو مونږ ټول د تاریخی لوی افغانستان دخاوری اوسیدونکۍ یو او مونږ ټول افغانان یو ، په دي کی شک نشته چی زمونږ په مینځ کی کالی څټی ګلخانان شته چی هغوی کیدای شی د بدرام په څیر مزدور په بدخشان کی وی او یا په پیښور کی ، مونږ او تاسو ته ثابته شوي چی هر هغه څوک چی د ای اس ای د کر غیړونو کړنو په وړاندي سر پورته کړی هغه له مینځه وړی نو کیدای شی چی د طلبانو د دغه مشر سید عبدالرحمن اغا افغانی ضمیر راویښ شوی وی او د ای اس ای لخوا د ملا اختر په شان له مینځه تللی وی
قربانیږه د هغه لاس او قلم نه
چې مشتاق یې مراد مومي له کرم نه
چې په مینه کړي کتل د مظلوم خواته
زه به ولې نه جاریږم تر قدم نه
ملنګجان بابا
خدای دی داسې طالبان دیر کړی او نوموړی دی خدای خلاص کړی خو له مریتوب پرته!
خدای دې هیڅ طالیبان نه ډیروي، طالبان د وحشت، ظلم بربریت افغان وژنې او د افغانستان د خاورې دښمنانو او د ای ایس ای خرڅ شوي غلامان او دلالان دي .
دوی څه فريښتي دي ، چې خدای یې ډیرې کړي !!
چې دوی دا ټوله نړۍ کعبه کړي، نو هم دې خدای دوی نه ډیروي، نور دې خدای دوی تباه کړي ، دوی زمونږ د افغانان ژوند او کور تباه کړو !!
دوی چې هر څومره ښه شي، دوی بیا هم بدترین او وحشي ترین مخلوق دی.
د ننګیالي ورور دعا ګانو ته آمین وایو.
طالب العلم او ټالب فرق لري .
طالب العلم د اسلام دمبارک دین د مدرسې زده کوونکي ته وایی چې د الله ج او محمد ص ارشادات زده او بیا کله چې د دین عالم شو هغه خپل ولس ته ورزده کړي . هغه ټولو افغانانو ته واجب الاحترام او د ټولنې معصومه طبقه خلک دي.
اما ټالب او ټالبان د فکیستاني استخباراتو په لاس یوه منفوره ، متحجره ، ظالمه پښتون وژونکې تروریستي عقده ایی ډله ده چې د 1390 کلونو په جریان کې د فکیستاني استخباراتو له خوا تاسیس او د یوه مجهول الهویه شخص له خوا چې ویل کیږي د هغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر کرنیل امام په مشرۍ د ملا محمد عمر د مستعار نوم درلودلوسره رهبرې کېدله. تر اوسه د دغې منفورې ډلې اصلي مشر چاندی لیدلی . د دوی ټول اعمال د اسلام مبارک دین ، د پښتونولي او افغاني انساني اصولو خلاف دي . په تأسف سره دا متحجره او قسی القلبه ډله زمونږ د پاک زړو متدینو ځوانانو په رګونو ورننوتې اوله هغوی نه د خپلو ورونو د وژلو او افغانستان د ضعیفه کوولو لپاره ترې ګټه اخلي .