وطن دی کور زموږ – وطن دی مور زموږ
اوبه يې دي لکه شیدې – د خپلې مور زموږ
وطن دی کور زموږ
دا سمه ده چې وطن مور او اوبه يې د مور شیدو په څېر خوږې دي، د مینې په څېر مینه ورکول په کار دي.
دا چې وايي، هېڅوک خپله مور هره ورځ نه ډبوي او نه د مور زامن او لوڼې وژني! مانا دا چې ټول دروغ دي په خوله یوه په زړه بله.
که يې اباد نه کړو – خپل ځان به ښاد نه کړو
د دې کاله ده خرابې – یو لوی پېغور زموږ
وطن دی کور زموږ
دروغ، دروغ او دروغ، له نورې نړۍ کم تر کمه اووه، اته سوه کاله وروسته یو، ښه مو اباد کړي دي. په زړه یوه او په خوله بله.
په موږ حقونه لري – هر راز پورونه لري
باید چې دا حق کړي ادا – ورور يې که خور زموږ
وطن دی کور زموږ
دا رښتیا ده چې موږ يې پوروړي یو، ځکه د دې مور په لمن کې رالوی شوي یو، خو دروغ او دروغ چې وايو پور يې ادا کوو. ولې نه وایو چې نور پور هم غواړو. په خوله یوه او په زړه بله.
وطن محبوب دی زموږ- وطن مطلوب دی زموږ
که يې و نه ساتو له نورو – مخ دی تور زموږ
وطن دی کور زموږ
ښه مو وساتلو، کونړ، خوست سپین بولدک او نور. په خوله یوه او په زړه بله.
په دې هیواد لویېږو. – په دې مینه مستېږو
خدای دې مدام لري- دا باغ و بڼ سمسور زموږ
وطن دی کور زموږ
یوازې دا دعا زموږ سمه ده چې خدای دې مدام لري، دا دعا خدای تعالی قبوله کړې ده. که څه هم پېڅکې میڅکې يې را ګردې شوې دي، خو بیا هم نوم يې شته. په خوله یوه او په زړه بله.
اوس راځئ د خدای له پاره يې و وایو چې موږ د وطن کوم حق ادا کړی دی. زامن، لوڼې، پلرونه، ورونه، میندې او خویندې ورته وژنو، کور، کلي، پلونه، سړکونه او هر څه يې ويجاړوو، بیا وایو وطن دی مور او کور زموږ!!!
تاسو تر اوسه لیدلي چې چا دې خپله مور ډبولې وي، ټپي کړې وي، بیا خپله راشي او پر ټپونو یې پټۍ ولګوي؟
هغه وخت موږ دا پور ادا کولی شو، چې په خوله او زړه یوه خبره وکړو او ووایو چې که يې اباد نه کړو او که يې ونه ساتو له نورو، مخ دی تور زموږ.
(( وطن دی کور زموږ ))