جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله پاکستان څخه د توغندیو ویشتلو په اړه امنیتي چارواکي ولسي جرګې...

له پاکستان څخه د توغندیو ویشتلو په اړه امنیتي چارواکي ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو

تاند(شنبه، د سرطان ۲۸)د کونړ ولایت په ځینو سیمو د پاکستاني ځواکونو له خوا د توغندیو د برید په تعقیب، د ولسي جرګې غړو له امنیتي چارواکو وغوښتل چې دوی ته ځواب ووايي.

امنیتي چارواکي او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په ولسي جرګې کې رسنیو ته له څه ویلو ډډه وکړه.

د تېرې چهارشنبې په شپه د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، چې وروسته پاکستاني ځواکونو د ولسوالۍ پر ځینو برخو راکټونه وتوغول، اته ملکي وګړي یې ووژل او شاوخوا لس نور یې ټپیان کړل.

په کونړ کې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، نښتې هغه مهال پیل شوې، چې افغان ځواکونو د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني ځواکونو د یوې پوستې ودانۍ بنده کړه.

د ننگرهار ولایت ځایي چارواکو نن وویل چې پاکستان په دې ولایت کې د ډیورنډ پر کرښه یوه دروازه جوړه کړې ده.

د کونړ وکیلان وايي چې د پاکستان پوځ یوازې په تیر کال کې په دغه ولایت تر ۱۳ زرو ډېر راکټونه توغولي چې لسګونه ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د کونړ وکیلانو د پاکستان له لوري د راکټونو توغول وحشتناک عمل وباله او حکومت یې د خلکو د حقونو پر وړاندې په بې پروایۍ تورن کړ.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی نعمت الله کاریاب وايي: “تر دې دمه زموږ ۹۳ کسان شهيدان شوي دي. ”

د ولسي جرګې بله غړې، وږمه صافۍ زیاتوي: “له بده مرغه د پاکستان حکومت زموږ په کونړ ولایت کې تاسیسات جوړ کړي دي. ”

د نن ورځې په غونډه کې یو شمېر استازو د امنیت، دفاع او استخباراتي ادارو چارواکي د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو په وړاندې په بې کفایتۍ، فساد او بې پروایۍ تورن کړل.

دا خبرې په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې تیره اونۍ پاکستاني ځواکونو په کونړ توغندي راوتوغول او ګڼو ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

1 COMMENT

  1. که دا حادثې د نړې په کوم بل هېواد کې وای اوس به په بین المللې سطحه تقبیح شوې وای او مظاهرې به روانې وې. ولې دلته افغانان او پښتانه مړه دي او د پښتنو سیمې لاندې شوي، ځکه نو نه د غني بابا نیم سری، بې کونی او بې صلاحیته حکومت څه کوي او چپه خوله په مړو او خړو سترګو هر څه چې پېښېږې له سره تېروي او نه هم نړیواله ټولنه. اندرابی ملامت نه دی چې کوم اقدام کوي که نه. خاندان دې تباه شه دلال، بې ناموسه، بې نصبه او چټل طالبه چې دا هر څه ته تاسو زمینه برابره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب