شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکونړکې د لشکرطیبه ډلې ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کونړکې د لشکرطیبه ډلې ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند ( شنبه، دسرطان ۲۸) د کونړ ولایت چارواکي وایي د دې ولایت اسمار ولسوالۍ د خوشال تالې په سیمه کې د لشکر طیبې ډلې اوو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي، تیره شپه د ملي امنیت ځواکونود لشکرطیبې وسله والې ډلې په مرکز توپچی عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې د یادې ډلې ۳ غړي وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

مصمم زیاته کړه ، چې د ملي امنیت په دې عملیاتو کې د لشکر طیبه ډلې مرکز په پوره توګه له منځه تللی دی.

د نوموړي په خبره په یادو عملیاتو کې یو شمیر درنې او سپکې وسلې هم د ملي امنیت ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د مصمم په خبره په دې عملیاتو کې ملکې خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بل لورته د لشکر طیبې ډلې تراوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. دا لښکر خو طیبه نه دی کثافت دی
    چې یې وړی له مسلم څخه عزت دی
    نه اسلام ورپکې شته دی نه څه رحم
    یو هدف یې د افغان د قوم ذلت دی
    نه په لار دخدای روان نه د رسول دي
    د اسلام تر پردی لاندې شرارات دی
    د اسلام په نوم یې ټول مسلم بدنام کړ
    د زاړه انګریز میراث ور رسیدلی
    لویه هیله یې پر مونږه حکومت دی
    ما ببرک دوزخ قبول په دوه چشمانو
    خدایه دا که دی لښکر دشریعت دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب