Homeخبرونهفاریاب کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې

فاریاب کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې

تاند( شنبه، د سرطان ۲۸) فاریاب کې د ملي اردو چارواکي وایي، چې په یو شمیر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت د کوهستان او شیرین تګاب ولسواليو اړوندو سیمو کې د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو د بریدونو پلان درلود، چې دفاعي ځواکونو یې مخنیوی کړی دی.

سرچینه وايی په دې نښتو کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي او ۶ نور یې ټپيان دي.

شاهین قول اردو افغان ځواکونو لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه  دي ویلي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د پکتیا امنیه قوماندانۍ د امنیت امر لطف الله کامران وایي، څو شیبې وړاندې پر موټرسایکل ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو هغه مهال ګردیز ښار کې چاودنه کړې، چې له سیمې د امنیتي ځواکونو قتار تېرېده.

کامران زیاتوي، چاودنه کې یو سرتیری او څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...