جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد همبستګۍ ګوند د اعتراض په ډول د پاکستان پر بیرغ سور...

د همبستګۍ ګوند د اعتراض په ډول د پاکستان پر بیرغ سور رنګ شیندلی

تاند( شنبه، د سرطان ۲۸) د همبستګۍ ګوند غړو نن په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو.

د یاد ګوند غړو د اعتراض په ډول د پاکستان د سفارت پر دروازه سور رنګ وشینده او په کلکو ټکو یې کونړباندې د پاکستانیو پوځیانو له لوري د راتوغول شويو مرمیو وریدل وغندل.

د افغانستان دهمبستګۍ ګوند غړي داسې مهال د پاکستان سفارت مخې ته اعتراض کوي، چې تیره اونۍ د پاکستاني پوځیانو له لوري د کونړ په ځینو سرحدي سیمو توغندي را وتوغول شول او ملکي خلکو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښتنه.

اعتراض کوونکو د پاکستان حکومت خلاف شعارونه ورکول او یاد هېواد یې په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي لامل یادوه.

دوی د اعتراض پرمهال د پاکستان استخباراتي ډله په افغانستان کې د عامو خلکو قاتل یاد کړ او له پاکستان نه یې وغوښتل چې نور دې خپل ظلمونه بند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د پاکستان حکومت ورسره ژمنه کړې چې نور به پر کونړ توغندي نه را توغوي او د یادې ستونزې دیپلوماتیک حل به لټوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان  له لوري د ډیورنډ په فرضي کرښې تحرکات ډیر لیدل کیږي چې خلک یې سخت په غوصه کړي دي.

1 COMMENT

  1. صدقه شمه له داسې افغانانو
    د افغان د ملت تاج، قهرمانانو
    نور لا پټ د ای اس ای په پټکو دي
    شک دا چې تخم شته د غیرتیانو
    بد بده داده: د تبر لاستی مو خپل دی
    غوڅوي راته ریښې زمونږ د ګلانو
    د هیرا دارالافتا یې مدرسه ده
    شرم وکړئ د دنیا مسلماانو
    صدقه يې زه تر دی همبستګۍ شم
    چې عیان یې کړ ټولی د شیطانانو
    که کعبه شي پاکستان ترینه توبه ده
    ما ببرک ګڼۍ سالار د دوزخیانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب