جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتوماس میسي: ټول امریکايي عسکر دې له افغانستان وایستل شي

توماس میسي: ټول امریکايي عسکر دې له افغانستان وایستل شي

تاند (شنبه، د سرطان ۲۸) امریکایي استازو د ټرمپ د هغې پرېکړې چې ټول سرتېري به یې له افغانستان څخه ووځي ملاتړ کړی دی.

د امریکا په استازو جرګه کې د ولسمشر ډونالډټرمپ د هغې پرېکړې هرکلی شوی چې ټول سرتيري به له افغانستان څخه وباسي.

په دغه جرګه کې د کیتناکي ایالت استازي توماس میسي ویلي، امریکا نور باید له پردیو جګړو لاس واخي او ټول سرتېري له افغانستان څخه ستانه کړي.

دی وايي د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې سره موافق دی او له هغه نظر سره یې مخالفت ښودلی چې یو شمېر امریکايي عسکر دې په افغانستان کې پاتې شي.

میسي زیاته کړې په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو پاتې کېدل بې ګټې دي او باید ټول سرتېري له افغانستان څخه وایستل شي.

دده په خبره په دې تړاو به په پراخه کچه فعالیتونه پیل کړي څو د ټرمپ ددې نظریې ملاتړي ډېر شي.

د توماس د څرګندونو سره سره جمهر خبري اژانس د امریکايي رسنیو په حواله خبر ورکړی چې ولسمشر ډونالډټرمپ غواړي په افغانستان کې نوی سفیر وټاکي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون سره مخالفت ولري او ددوی د بشپړ وتلو ملاتړ وکړي.

ټرمپ په افغانستان کې نوی سفیر ټاکي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب