جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهټرمپ په افغانستان کې نوی سفیر ټاکي

ټرمپ په افغانستان کې نوی سفیر ټاکي

تاند(شنبه، دسرطان ۲۸) د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي په افغانستان کې نوی سفیر وټاکي.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ غواړي په افغانستان کې نوی سفیر وټاکي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له شتون سره مخالفت ولري او د دوی د بشپړ وتلو ملاتړ وکړي.

رسنۍ وايي د پخواني پوځي افسر راجر ډېر احتمال دی چې په افغانستان کې د امریکا د نوي سفیر په توګه وګمارل شي.

د راپورونو له مخې راجر د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ د دریځ ملاتړ کوي، او هغه په تېره میاشت کې په سپینه ماڼۍ او د بهرنیو چارو په وزارت کې څو ځله لیدل شوی چې د ټرمپ او د هغه د ادارې له یو شمېر چارواکو سره یې خبرې کړي دي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې د افغانستان په اړه له څو نورو خلکو سره هم خبرې کړي دي.

په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ لا دمخه له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د ژر ایستلو غوښتنه کړې ده.

خو د امریکا ډیری داخلي چارواکو ویلي چې ښاغلی ټرمپ غواړي د افغانستان مسله په سیاسي ډول وکاروي ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې د امریکایي رای ورکوونکو پام ځانته را واړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب