شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد وچې ډوډۍ په وېش کې د فساد راپورونه او ۹۰ سلنه...

د وچې ډوډۍ په وېش کې د فساد راپورونه او ۹۰ سلنه وګړو ته د “ملي دسترخوان” مرستې پیلېدل

تاند (شنبه، د سرطان ۲۸) افغان حکومت د ملي دسترخوان تر نامه لاندې د مرستو ویشلو پروګرام نن پرانیست چې په دوو مرحلو کې به د هېواد ۹۰ سلنه خلکو ته د خوراکي توکو مرستې وویشل شي.

د پروګرام په پرانیست غونډه کې ولسمشر غني وویل، د خوراکي توکو مرسته د حکومت له لوري په سپمول شویو پیسو تر سره کیږي.

ولسمشر وویل یاد پروګرام په دوو مرحلو کې تر سره کېږي چې لومړی به له ولسوالیو او کلیو څخه پیل شي.

ښاغلي غني زیاته کړه د مرستو په ویش کې به په جدي ډول د فساد مخه نیول کېږي او که هر چا د فساد هڅه وکړي قانوني جدي چلند به ورسره وشي.

دغه راز د پروګرام په پرانیستغونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د خپلې وینا پر مهال وویل، حکومت به په دوو مرحلو کې د “ملي دسترخوان” له لارې ۹۰ سلنه خلکو ته د مرستو بستې وویشي.

د مرستو په بستو کې به اوړه، غوړي، چای، بوره او ځیني نور د اړتیا وړ توکي شامل وي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په خبره یاد پروګرام به لومړی په ۱۲۳ ولسوالیو کې پیل شي چې ۱،۶۷ میلیونه کسان چې شاوخوا ۱۶ سوه زره کورنۍ کېږي مستفید شي.

صالح وویل پله لومړۍ مرحله کې ۸۶ میلیونه افغانۍ او په دویمه مرحله ۱۲۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

تر دې وړاندې د حکومت له لوري د وچې ډوډۍ په ویش کې د پراخ فساد راپورونه ورکړل شوي و، خو ولسمشر غني ټینګار کوي چې په دې پروګرام کې به دولت نظارت کوي او د وېش چارې به یې د شوراګانو لخوا او خلکو لخوا پرمخ وړل کېږي، او په جدي توګه به د فساد مخه ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب