جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهد نړۍ تر ټولو نرۍ ملا لرونکې مېرمن چې ۴۰.۵ سانتي متره...

د نړۍ تر ټولو نرۍ ملا لرونکې مېرمن چې ۴۰.۵ سانتي متره ملا لري

تاند(شنبه، د سرطان ۲۸)سوېډنۍ فلمي لوبغاړې، نڅاګره او موډله پیکسي فاکس د نړۍ تر ټولو نرۍ ملا لرونکې مېرمن ده.

له ماشومتوبه يې نانځکو سره مينه درلوده او ټول عمر يې په سفرونو، ورزش او کښتۍ چلولو تېر کړی.

ډاکټرانو يې له ملا شپږ هډوکي لري کړي، ملا يې ۴۰.۵ سانتي متره نرۍ کړې ده.

هغه وايي، نرۍ ملا مې خوښيږي، نوره مې هم نرۍ کوله، خو دا يې اخری حد دی، نوره نه کيږي.

فاکس د ملا سربېره د شونډو او پوستکي جراحي هم ترسره کړي دي چې شاوخوا ۸۰۰۰۰ زره ډالر لګښت پرې راغلی.

هغه وایي دا ټولې جراحیانې مې ايران کې کړي دي.

په اوسنۍ نړۍ کې هر څوک په بیلابیلو لارو کوښښ کوي چې ځان ښکلی او بې ساری ښکاره کړي.

که څه هم دا کار به یې مناسب نه وي، خو خلک یې کوي او په دې سره خپل ځان مشهورول غواړي، د یادې موډلې دا ګام هم همداسې ښکاري چې غواړي ډیره مشهوره شي.

1 COMMENT

  1. سلام!
    شیخ سعدي شیرازي قبلاََ سروده بود:
    سعدیا! روز ازل حسن به ترکان دادند
    زلف پرچین ، (کمر نرمه)! به ایران دادند
    ادب و ناز و کرشمه همه با مردم هند
    ڼنګ و ناموس و شهامت به افغان دادند!
    —– د تعجب ځای دی چې سویډنۍ ماډله د ملا (کمر) د نرۍ کولو آپریشن لپاره ایران ته تللې!
    هاهاهاها

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب