جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان د کورونا دویمې څپې ته اندېښمنه ده

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا دویمې څپې ته اندېښمنه ده

تاند ( یکشنبه، دسرطان ۲۹) د روغتیا نړیوال سازمان وایي دوه ورځې کېږي، چې د کورونا مثبتې پېښې بیا په ډېرېدو دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د کورونا ویروس مثبتې پېښې د دویم ځل لپاره مخ په زیاتیدو روانې دي او شمېره یې ډېرېدونکې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونو غواړي، چې په خپلسرې توګه دې بندیزونه نه ختموي او په دې توګه دې میلیونونه انسانان د مرګ خولې ته نه ټېل وهي.

د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۴۲۲۴۸۶ ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاتوي چې همدا راز تر دې دمه ۶۰۴۸۲۳ کسه په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله مړه شوي هم دي.

په نړۍ کې د مړینې او مثبتو پېښو تر ټولو لوړې شمېرې په امریکا، برازیل او هند کې ثبت شوې دي.

د کورونا ویروس په چین کې له را څرګندیدو وروسته په ټوله نړۍ کې خلک اغیزمن کړل او په ډیرو هیوادونو کې د دې ناورغۍ دویمه څپه راغلې ده.

که څه هم د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یو شمیر هیوادونو کې د درملو د بریالیتوب خبرونه هم خپاره شوي خو د روغتیا نړیوال سازمان لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب