جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهد نایجریا حکومت غلو ته د وسلو بدل کې غواګانې ورکوي

د نایجریا حکومت غلو ته د وسلو بدل کې غواګانې ورکوي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۹) د نایجریا په شمال کې په زامفارا ولایت کې ځایي چارواکي غلو ته د وسلو په بدل کې غواګانې ورکوي.

د یادې سیمې ځایي چارواکو پرغلو غږ کړی، چې خپلې وسلې حکومت ته تسلیم کړي او په بدل کې یې له دوی غواوې واخلي.

ځایي چارواکي زیاتوي، چې په دغه سیمه کې وسله والې غلاوې پيل شوې دي او د شوکماریو د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.

دوی وایي په دغه سیمه کې د غوا لرل ستره شتمني بلل کېږي او د خلکو ورځنی ژوند له غوا او زراعتي محصولاتو تامینیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب