جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهڅېړونکي: امریکا کې د کورونا ضد درمل نه جوړوو

څېړونکي: امریکا کې د کورونا ضد درمل نه جوړوو

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۹) د انګلیستان د امپریال کالج ساینس پوهان وايي د امریکا او ټرمپ د چلند له امله په امریکا کې د کرونا ضد واکسین نه جوړوي.

دوی یې دلیل د قدرتونو تر منځ د همغږۍ نشتون یادوي چې تر اوسه د کرونا ضد درمل نه دي رامنځته شوي.

شپږ میاشتې کېږي چې کورونا ویروس رامنځته شوی او د قربانیانو شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د کورونا واکسین جوړولو هڅې دوام لري او که واکسین تولید شي، نو داسې بریښي چې یوازې یو لږ شمیر به دې ته لاسرسی ومومي، چې د لوی رقابت او جګړې لامل کیږي.

د امپریال کالج څېړونکي د دغه ناروغۍ د واکسین جوړولو لپاره هڅې کوي، اعلان کړی د کورونا ضد واکسین به په امریکا کې جوړ نه کړي، د دوی په خبره ټرمپ ټینګار کوي چې یاد واکسین لومړی په امریکا کې تطبیق شي.

پروفیسور وارن شاتوک ، چا چې د واکسین د تولید لپاره کلینیکي ازموینو څخه څارنه پیل کړي ده، وویل د انګلستان له حکومت څخه یې په متحده ایالاتو کې د واکسین چمتو کولو غوښتنه کړې وه.

متحده ایالاتو څه موده وړاندې اعلان وکړ چې یو امریکايي شرکت ددغې ناروغۍ ضد درمل جوړ کړي چې په اسانۍ سره یې د کورونا مخه نيولې ده.

دوی وايي یاد درمل نورو هېوادونو ته نه صادروي او په خپلو خلکو یې تطبیق کوي.

د برېتانیا ساینس پوهان ویره لري که په امریکا کې د کورونا ضد درمل جوړ شي، نورو هېوادونه ته به صادر نشي.

ساینس پوهانو وايي د جانسون حکومت یې ملاتړی دی او پرېکړه یې کړې چې په امریکا کې به واکسین نه توليدوي.

د دوی په خبره د واکسین د تولید لپاره نړیوالې سیالۍ روانې دي چې د جوړېدو په صورت کې باید په عادلانه ډول د خلکو په اختیار کې ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب