جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهحسن روحاني: ښايي میلیونونه نور ایرانیان په کورونا اخته شي

حسن روحاني: ښايي میلیونونه نور ایرانیان په کورونا اخته شي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۹) حسن روحاني وايي ښايي ۳۵ میلیونه نور ایرانیان هم په کورونا ناروغۍ اخته شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي تر ۳۵ میلیونه نور ایرانیان هم د کورونا له خطر سره مخ دي.

روحاني ایران کې په چټک ډول د کورونا خپرېدو ته اندیښمن دی او ویلي یې دي، شمېرې کمې دي خو داسې معلومېږي چې تر ۲۵ میلیونه پورې ایرانیان دمګړۍ په کورونا ویروس اخته وي.

دی وايي احتمال شته چې په دغه شمېر کې زیاتوالی راشي او تر ۳۵ میلیونه نور وګړي پرې ککړ شي.

ایران په مجموع کې ۸۱،۹ میلیونه نفوس لري چې له دې ډلې د روحاني په خبره ۲۵ میلیونه یې په کورونا اخته شوي دي.

ایراني چارواکي هڅه کوي چې د کورونا د لا پرمختګ مخه ونیسي تر څو پاتې نور ایرانیان پرې اخته نشي.

روحاني داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په ټول ایران کې د کورونا ویروس دوهمه څپه مخ په خپرېدو ده او د قربانیانو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب