Homeخبرونهننګرهار خبریالانو ته تر ټولو امن ولایت دی

ننګرهار خبریالانو ته تر ټولو امن ولایت دی

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۹)ختيځ کې د ژورنالیستانو د خونديتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد نن د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې په دې ولايت کې خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه صفر ته راښکته شوې ده.

همدرد د ۲۰۲۰ کال د لومړنيو مياشتو په بهير کې د خبريالانو پر وضعيت، د کرونا ناورين پر مهال معلوماتو ته د لاسرسي، د سولې خبرو اترو او بيان ازادۍ، د ټولنيزو رسنيو د قانون تازه طرحې او يو شمېر نورو برخو کې معلومات وړاندې کړل.

د خبريالانو خونديتوب کمېټې مشر همدا راز له دولتي مسئولينو غوښتنه وکړه، چې خبريالانو سره لا ښه چلند او د معلوماتو په ورکړه کې ور سره لازمه همکاري وکړي.

د دې کنفرانس پر مهال د خبريالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې يو شمېر ستونزې هم شريکې کړي.

ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه داسې مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو خبر ورکوي چې لا هم د دې ولایت خبریالان له ننګونو سره مخ دي.

خبریالان وایي دوی اوس هم په دې ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ترڅنګ زیاته کړه ډیر کله هغه مهال چې د فساد پر موضوعاتو کار کوي ګواښل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...