پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهواشنګټن ایکز ماینر: امریکا باید د سرتېرو په کمولو کې له بېړې...

واشنګټن ایکز ماینر: امریکا باید د سرتېرو په کمولو کې له بېړې کار نه وی اخیستی

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۶) واشنګټن ایکزماینر: د طالبانو له لوري د بريدونو زیاتوالی د اندېښنې وړ مسئله ده.

هممهاله له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو کمول او د طالبانو د بریدونو ‌ډېرېدل د اندېښنې وړ مسئله ده.

د واشنګټن ایکز ماینر په نوم یوې نشریې په خپله مقاله کې روان وضیعیت ته په کتو سره لیکلي امریکا باید د افغانستان په اړه هر ګام په دقت سره اوچت کړي.

نشریه زیاتوي طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او افغان ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د سمنګان حمله د ۴ ترهګرو په وژلو پای ته ورسېده

یادې نشریې دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې د دوشنبې په ورځ طالبانو د سمنګان ولایت د ملي امنیت او ښاروالۍ په ودانیو برید وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۴۳ تنه ټپیان او ۱۰ تنه امنتي ځواکونه ووژل شول.

امریکايي پوځیان په افغانستان کې له پینځو اډو ووتل

د طالبانو د همدې برید څخه یوه ورځ وروسته امریکا اعلان وکړ چې زرګونه عسکر یې له افغانستان ایستلي او په څلور ولایتونو کې یې پینځه نظامي اډې تخلیه کړي دي.

په نشریه کې زیاته شوې په یو وخت د امریکايي ځواکونو او د جګړې زیاتوالی د اندېښنې وړ مسئله ده چې امریکا باید د سولې هوکړې عملي کولو لپاره له ډېر دقت څخه کار واخلي.

دغه نشریه داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه ښيي چې د افغان حکومت په ګډون یو شمېر بنسټونو پر طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب