پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اوربند شوی

په کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اوربند شوی

تاند(پنحشنبه، سرطان ۲۶) افغان حکومت وايي چې په کونړ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ اوربند شوی دی.

تیره شپه د سرطان ۲۵ د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې په سیمه کې د نظامي چارواکو ترمنځ د خبرو او  دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې پر اوربند هوکړه شوې.

له بله پلوه د اسعداباد د مرکزي روغتون ريیس عطاء الله صافي وویل چې شپږ جسدونه او نهه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

پاکستاني ځواکونو اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې یوه ورځ وړاندې، د سه شنبې په ورځ، د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر لور ډزې شوې وې.

خو له بله پلوه د کونړ د والي ویاتد غبدالغني مصمم وایي جګړه هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې پاکستاني لوري د ډیورنډ پر فرضي کرښې نوي تحرکات پیل کړل او پر کونړ یې توغندي وتوغول.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه وايي چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري په خپل سر د تاسیساتو جوړول، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي لامل کېږي، افغانستان ته د منلو نه دي.

.له کونړڅخه رارسیدلې راپورونه وایي چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه ولاړه ده

له دې وړاندې څو څو ځله په کونړ کې د پولې په اوږدو کې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي چې د  دواړو خواوو له امنیتې ځواکونو سربیره ګڼو ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله یې اړولې ده

1 COMMENT

  1. د افغانستان او د پاکستان ترمنځ د دې نښتې په اړه به د طالبانو کرامو ، داعشیانو او لشکر جنګجویانو موقف څه وې ؟ دوی به د کومې خوا مستقیم اوغیرمستقیم ملاتړ کوي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب