جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې غړي: فېروزالدین فېروز ته دې له هېواد څخه د...

د ولسي جرګې غړي: فېروزالدین فېروز ته دې له هېواد څخه د وتو اجازه نه ورکول کېږي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۶) د ولسي جرګې غړو له افغانستان څخه د فېروزالدین فېروز د وتلو مخنيوي غوښتنه کړې ده.

وروسته له هغه چې د عامې روغتیا وزارت په یو شمېر ولایتونو کې له کورونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودېجې په حیف ومیل تورن شو، د ولسي جرګي غړي وايي د عامې روغتیا پخواني وزیر فېروزالدین فېروز ته دې له هېواده څخه د بهر تلو اجازه نه ورکول کېږي.

دغه پرېکړه تېره ورځ  د ولسي جرګې د صحت او بدني تربیت کمیسیون لخوا نېول شوې ده.

د یاد کمیسیون غړي وايي، له تحقیقاتو وروسته یې موندلي چې د کورونا پروړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه په ځینو مواردو کې د ښاغلي فیروز د دندې پرمهال ضایع شوې ده

د صحت او بدني کمیسیون غړو تېره ورځ یو غوښتنلیک مربوطه ادارو ته لېږلی څو د عامې روغتیا د پخواني وزیر له هېواد څخه د وتلو مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي له کورونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجې ډېره برخه د مسؤلینو لخوا حیف و میل شوې او شخصي جیبونو ته تللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب